نعمان بن مقرن رضی الله عنه

q203cfe95e7 

 

   دمزنيه قبیلې خپل کورونه يثرب ته نژدې ترهغي غزیدلې لاري جوړ کړي ؤ چي دمکې اومدینې ترمنځ یې تړون کاوه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم چی کله مدینې ته هجرت وکړ، د ده خبرونه له تلونکو او راتلونکو سره تبعاً مزنية قبيلې ته رسیدل، دوي یې له نیکي پرته بل څه نه ؤ اوریدلي، یوه شپه دهمدې قبیلې یو سردار نعمان بن مقرن مزني له خپلووروڼو او دقبیلې له مشرانو سره په حجره کي کیناست او دوی ته یې وویل: ای قومه! والله که موږ له محمده،له نیکی پرته بل څه اوریدلی وي، موږ د ده له دعوته پرته له رحم،نیکي او عدل څخه بل څه نه دي اوریدلي؛ نوموږ ته څه راپيښه ده چي په داسي وخت کي ځنډ کوو چي نور خلګ د ده لور ته په بیړه ور روان دي؟!

وروسته یی ورپسي زیاته کړه: زه خوکله چی سباشی، ورځم که څوک له ماسره ملتیاغواړی ځان دی تیار کړي، دنعمان خبري دخلګوپه نفسوکي ډير ژورتاثیروکړ، چي څرنګه سهار شو، دنوموړی لسو تنو وروڼو او دمزنیة قبیلې څلورسوه سپروځانونه د دې لپاره تیارکړي وو چي مدینې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملاقات او دخدای جل جلاله په دین کي د داخلیدو لپاره ولاړ شي.

ليکن نعمان بن مقرن  شرمیدی چي له دومره سترې ډلي سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضورته په داسي حال کي ورځي، چي ده او مسلمانانوته یې د ور وړلو لپاره شئ په لاس کي نه وي، خوله بده مرغه هغې کاختۍ او وچکالۍ چي دمزنيه پر قبیلې تیره شوې وه دوی ته نه مال اونه کښت پرې ايښی ؤ.

نعمان پرخپل او د وروڼو پر کورو وګرځيد او وچکالي چی هرڅه پسونه ور پرې ايښي وو هغه یې راغونډ ترمخ یې روان کړل، له هغوی سره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلی، ده او ورسره خلګو، ټولو په اسلام کي د دخول اعلان وکړ.

یثرب  له یوې  خوا تر بلي خوا پوري وښوريد، دنعمان او ورسره ملګروپه راتګ یې خوښي وکړه، ځکه د عربو په یوې کورنۍکي داهم نه ؤ پيښ شوي چي له يوه پلاره دي دوولس وروڼه له څلورسوه تنوسره يوځای مسلمانان شوي وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دنعمان رضی الله عنه په اسلام بې کچې خوښ شو، لوی خدای جل جلاله د ده کنډک پسونه هم قبول کړل اوپه هغوی کي یې آیاتونه نازل کړل.

نعمان د رسول الله صلی الله عليه وسلم تربیرغ لاندي اوپه ټولوغزاګانو کي یې بې له خنډ او ځنډڅخه ګډون وکړ.

کله چي خلافت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه ته ورسید، دی اوقوم یې په کلکه ورسره ودریدل، د ارتداد د فتنې په ځپلو کي د همدې کورنۍ ستر لاس ؤ.

خوکله چي خلافت حضرت عمر رضی الله عنه ته ورسید دنعمان بن مقرن رضی الله عنه د ده په عهدکي داسي شان ؤ چي د تاریخ ژبه یې په داسي وړ یادوي چي په ستاينه او مننه لمده وي.

دقادسية تر پيښي لږ  وړاندي داسلامي لښکرو سر لښکر سعدبن ابي وقاص رضی الله عنه دنعمان بن مقرن رضی الله عنه په امارت کي د روم واکمن «یزدجرد» ته یو وفد ولیږی ترڅوهغه ته داسلام بلنه ورکړي.

دوی چی کله په مدائن کي دکسری پلازميني ته ورسیدل، له کسری څخه یې د دخول اجازه وغوښته، نوموړي هم اجازه ورکړه وروسته یې ترجمان راوبلی ورته ویې ویل: پوښتنه ورڅخه وکړه: زموږ هیواد ته له څه کبله راغلي یاست او له موږ سره په جګړه کي څه شئ تیرایستي یاست؟!

کیدای شي تاسو زموږ د ځپلوتمه کړې وي، پرموږله دې کبله را زړور شوی یاست چي موږ له تاسوڅخه په نوروکارو مشغول یو، موږنه خوښول چي تاسو وزوروو.

نعمان بن مقرن رضی الله عنه ورسره ملګرو ته وکتل او ورته ویې ویل: که ستاسوخوښه وي ستاسوپه استازیتوب به زه ځواب ورکړم اوکه دبل ملګري زړه وي؛ نو زه دخبروکولوحق ترځان هغه ته ورکوم ملګرو ورته وویل: ته خبري وکړه، وروسته دوی کسری ته وکتل او ورته ویې ویل: داسړی زموږ په ژبه خبري کوي دده ویناته غوږشه! نعمان رضی الله عنه دخدای جل جلاله حمد او ثنا همداراز یې د ده پرنبي صلی الله عليه وسلم درود وویل وروسته یې وویل: خدای جل جلاله پرموږ رحم وکړ، نبي صلی الله عليه وسلم یې راواستاوه، موږته یې نیکي راوښوده، په هغه یې امر راته وکړ، بدي یې راوښوده له هغې یې ايسار کړو، له موږسره يي داژمنه وکړه«که چیری موږ د ده بلني ته مثبت غبرګون وښود» لوی خدای جل جلاله به په دنیا او آخرت دواړوکي ښيګڼه راسره کوي.

ډير لږ وخت وروسته خدای جل جلاله  زموږ تنګي په پراخي، ذلت په عزت اودښمني په ورورګلوي اوميني بدله کړه.

موږته اې دا امرکړی دی چي خلګ به هغه څه ته دعوتوو چي د دوی خير پکښي نغښتي وي اوپيل به له هغه چاپرې کووو چي زموږ ګاونډیان دي، موږ تاسوته په اسلام کي ددخول بلنه درکوو، داهغه دين دی چي هرښه ته یې ښه ویلي اوپرهغه یې ټينګار کړی، هري بدي ته یې بدویلي له هغې څخه یې دځان ژغورلو توصيه کړې، دا اسلام هغه څوک چی ورسره غاړه غړی شي دکفراوظلم تاریکيو څخه دایمان اوعدل نور ته بیایي.

که چیری تاسوزموږ دا داسلام بلنه ومنله کتاب الله به پرتاسو دحاکم په حيث پریږدو پرهغه به موبرابرکړو، پرداسي وړه چي دهغه په احکاموبه خپلي پریکړي کوئ،موږ به درڅخه ځو،تاسواوخپل ځان به سره پریږدو.

که مودخدای جل جلاله په دین کي له دخول څخه ډډه وکړه، بیابه موږ جزیه درڅخه اخلواو تاسو ساتو، که مودجزیې له ورکړي هم انکار وکړ بیابه جګړه درسره کوو.

یزد جرد چي دده وینا واوریده دقهر اوغصې اور پرې بل شو ویې ویل: په همدې نغښته مځکه کي ماته بل دومره خوار،لږ،بې اتفاقه اوپه بدمرغيو اخته قوم نه دی معلوم لکه تاسو، موږ به دخپلوسرحدونو والیانو ته ستاسوکار وسپارو، ترڅو زموږ لپاره له تاسواطاعت واخلي، وروسته لږ سوړشو او ویې ویل: ګورئ! که مو اړتیاوو دې ته مجبوره کړي یاست چي زموږ سیمي ته راغلي یاست زه به امر صادر کړم چي ستاسو دسيمي تر ابادیدلو پوري به دانه، غله درکوو، ستاسوسردارانو اودقوم مشرانوته به جامې درکوو او داسي څوک به عامل درټاکوچي له تاسو سره ښه چلندکوي.

د دوی یوبل تن (غړي) د دې خبري داسي ځواب ورکړ چي د ده د قهر اور يې بیا له سره تازه کړ او ویې ویل: که چیری استازی قتل کیدای؛ نو اوس مي وژلاست، ولاړشئ له موږ سره ستاسوپه اړه هيڅ نشته، ستاسوقائدته ووایاست چي زه «رستم»درليږم ترڅودی اوتاسوټول دقادسیه په کنده کي دفن کړي، وروسته یې امر وکړ چی یوبار خاوره راوړل شوه خپلوکسانوته یې وویل: دادهمدې خلګوپرمشربار کړئ، دخلګوپه مخ کي یې وشړئ، ترهغوورپسې شئ چي عاصم بن عمر رضی الله عنه په بیړه وویل: زه یې مشریم، دوی خاوره پرې بارکړه آن چي له مداین څخه يي و ایست.

وروسته نوموړي هغه خاوره پراوښ بارکړه له ځان سره يي سعدبن ابي وقاص رضی الله عنه ته یووړه، اوده ته یې د دې زیری ورکړ چي لوی خدای جل جلاله به دفارس خاوره دمسلمانانو په لاس فتحه کوي او د دوی دخاوري واکمني به ورکوي.

وروسته دقادسيې جګړه پيښه شوه ، د هغې کنده د زرګونو مړوله جسدونوڅخه ډکه شوه خو هغه لاښونه دمسلمانانونه بلکه دکفري او کسروي لښکرو وو.

فارسیانو دقادسيې په شکست باندي ماته ونه منله بیرته یې خپلي ډلي سره راغونډي، خپل فوځونه یې تیارکړل چي له راغونډولو وروسته یې يولک وپنځوس زره تکړه جنګیالي برابرشول، عمرفاروق رضی الله عنه چي کله په همدې سترلښکرخبرشو عزم یې وکړ چي همدې ستراوخطيرلښکر ته په خپله ورشي خودمسلمانانومخورو نوموړی له دې ایسارکړ دامشوره یې ورسره وکړه چي بایدیوداسي سرلښکر د دوی لپاره ور ولیږي چي د دې عظيم کارپه اړه پرې باوري وي.

حضرت عمررضی الله عنه وویل: ماته دیوداسي کس په اړه مشوره راکړئ چي زه داسترمسؤليت ورته وسپارم.

دوی وویل: ای امیرالمؤمنينه! ته دخپل لښکرپه اړه تربل هرچاښه خبریې.

حضرت عمررضی الله عنه : والله  زه به داسي شخص پرهمدې لښکرامیر ټاکم چي کله دواړي ډلي سره مخامخ شي دنیزو ترڅوکوبه هم ډيرپه زغرده وړاندي کیدونکی وي، هغه نعمان بن مقرن مزني رضی الله عنه دی.

دوی وویل: بس همدی ورسره وړ دی.

حضرت عمررضی الله عنه نوموړي ته داسي لیک ولیکی:

دخدای جل جلاله دبنده عمربن خطاب له لوري ونعمان بن مقرن ته!

امابعد: ماته داخبر رارسیدلی چي دعجمیانوډلي ډيري اوپه«نهاوند»کي سره راغونډ شوي چي کله زماليک در ورسیږي سمدستی دخدای جل جلاله په مرسته، امر او کومک سره له هغو مسلمانانو سره مل«چي درسره وي»را روان شه، خوپام دي وي چي دوی پرهلاکوونکو لارو رانه ولې ترڅوضرر ورته ونه رسیږي…ځکه دمسلمانانوله ډلي یوکس ما ته یولک دینارونوهم زیات ارزښت لري.والسلام عليک

 

نعمان له خپل لښکر سره له دښمن سره دمقابلې لپاره روان شو، ترخپل لښکر وړاندي یې له خپلوسپروڅخه یوه ډله ولیږله ترڅوده ته لار وليکه وڅاري، کله چي آسونه نهاوندته ورنژدې شول ودریدل،دوی یې دشړلوهڅه وکړه خوهغوی پرمخ نه تلل،مجاهدين راکښته شول ترڅوپه حقیقت ځان پوه کړي چي ویې کتل دآسونوپه پښوکي دمیخونودسروپه ډول اوسپنیزي کنډولۍ وې چي مځکي ته یې وکتل عجميانوپرهغولارو چي نهاوندته تللي وې دامضري کنډولۍ شيندلي وې ترڅوپلي اوسپاره ټول نهاوندته له ورتللوايسارکړي.

سپرومجاهدینونعمان رضی الله عنه په هغه مشکل خبر کړ چي دوی لیدلی ؤاو ورڅخه ویې غوښتل چي په خپله ګټوره رأيه سره د دوی مرسته وکړي، ده امر ورته وکړ چي په خپلوځايونوکي ودریږئ، دشپي له مخي اورونه بل کړئ ترڅویې دښمن وویني، په دې وخت کي دا مظاهره وکړئ، ګواکي تاسوله دښمن څخه ویريدلي یاست اود تیښتي لاره مو غوره کړې ترڅودوی دوکه شي اوپه تاسوپسي درشي، تاسوبه د هغواغزو له ضرره خوندي شئ چي دوی کرلي دي.

د فارسیانوپه وړاندي د دوی دا چل ول کامیاب شو، دوی چي کله دمسلمانانوډله دخپل ځان په وړاندي دماتي په حالت کي ولیده خپل نوکران یې ورولیږل، له کنډولیوڅخه یې لاري جارو کړې، مسلمانانوسمدستي برید ورباندي وکړ اوپه دې چل تردې لاره ورتیرشول.

نعمان رضی الله عنه خپل لښکر دنهاوند لورته پورته کړ او دا اراده یې درلوده چي پردښمن ناڅاپي هجوم وکړي؛ نوخپلو لښکرو ته یې وویل: زه درې ځلي تکبیرونه وایم چي کله مي اول تکبیرووایه هغه ملګري دي ځانونه برابرکړي چي تیاری یې نه وي نیولی، چي کله زه دوهم تکبیرووایم هر سړی بایدخپله وسله سنبال اوپر ځان وتړي اوکله چي زه دریم ځل تکبیر ووايم، زه د خدای جل جلاله پردښمنانو بریدکوم تاسوهم له ماسره یوځای برید وکړئ.

کله چي نعمان بن مقرن رضی الله عنه درې تکبیرونه وویل د دښمن په صفونو داسي ورګډشول لکه بریدکوونکی زمری، اوله شا لوري اسلامي جنګیالي دسیلاب په ډول ورپسې وو، د دواړو ډلو ترمنځ دځپونکي جګړې داسي ژرنده وګرځيده چي دتاریخ په اوږدوکي به یې ډيرلږ ساری پيداکیږي.

دفارسیانولښکر ډيرسخت زره، زره شو، دمړو په جسدونو یې لوړي او ژوري ډکي شوې، په چورګواو دښتوکي یې ويني وبهیدې،دنعمان بن مقرن رضی الله عنه آس په وینوکي وښوئيدی زخمي شو اونعمان ته هم وژونکې ضربه ورسیده، دنوموړي ورور د ده له لاس څخه بیرغ واخيست او دی یې په هغه څادر کي پټ کړ چي ورسره ؤ او د ده دشهادت خبره یې له مسلمانانوڅخه پټه وساتله.

کله چي هغه ستره فتحه تکميل شوه چي مسلمانانود«فتح الفتوح»په نامه ونوموله… بریاليانوجنګیالیودخپل زړور قائدنعمان بن مقرن رضی الله عنه پوښتنه وکړه، ورور یې څادر ورڅخه پورته کړ او ویې ویل: داستاسوامیردی،لوی خدای جل جلاله یې په فتحه سره سترګي یخي کړې او خاتمه یې پرشهادت کړه.

له صور من حياة الصحابه نومي کتاب څخه 

را أخيستنه : مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.