
طالبانو د یمګان د مهمو امنیتي چارواکو په ګډون ۲۷ عسکر نيولي
نن ټکی آسیا: طالبان وایي، چې د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې یې د یو لړ ځانګړو تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د ځينو مهمو سیمه یېزو چارواکو په شمول ۲۷ تنه عسکر ژوندي نېولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه،چې یاد کسان له تېرو دوو ورځو راهیسې په یوه سمڅه کې پټ شوي ول، چې پرون مازدیګر پيدا او ونېول شول.
د ښاغلي مجاهد په خبره، دغه ولسوالۍ چې تېره ورځ د دوی له لوري د خيبر پسرلينو عملياتو په لړ کې په بشپړه توګه ونېول شوه له تېرې ورځې راهيسي پکې د مجاهدينو له خوا تصفيوي عمليات روان وو او د ولسوالۍ او قومنداني ټول چارواکي او پوليس محاصره وو.
نوموړي زیاته کړه ، چې د تصفيوي عملياتو په مهال يې د ملي امنيت مرستيال، اربکی قومندان عبدالبين، د ولسوالۍ د محبس رئيس منو او ۲۷ تنه عسکر، پوليس او اربکيان ژوندي نيولي دي.
ویل کېږي، چې له يادو کسانو سره ۲۵ ميله کلاشنکوفونه، ۳ ميله پيکا ماشيندار، ۲ راکټ لانچر او ګڼ نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.