نړۍ

سويلي اسيا د نړۍ تر ټولو زياته په اداري فساد ککړه سيمه ده

د شفافيت نړيوال سازمان ” ټرانس پيرنسي انټرنيشنل ” په خپل کلني راپور کې ويلي، چې د جنوبي اسيا هيوادونه د نړۍ په کچه تر ټولو زيات په اداري فساد ککړ هيوادونه دي.

ګره نړۍ کې د حکومتونو د شفافيت او اداري فساد څارونکې اداره د شفافيت نړيوال سازمان وايي، چې پاکستان، هند، سري لنکا، مالديپ او بنګلاديش هيوادونو کې د اداري فساد د مخنيوي مؤسسې شته، خو حکومتي چارواکي او کړنې يې د اداري فساد په مخنيوي کې تر ټولو ستر خنډ دی.

د شفافيت نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، چې دغو هيوادونو کې پر قانون نه عمل د اداري فساد ستر لامل دی.

د سياسي مداخلو او چارواکيو د لاسوهنو له امله دغو هيوادونو کې د اداري فساد پر وړاندې هيڅ پرمختګ نه کيږي.

د جنوبي اسيا ټولو هيوادونو کې د اداري فساد په اړه له پلټنو مخکې د لوړپوړو چارواکيو اجازه لومړی شرط دی.

نوموړو هيوادو کې داداري فساد د مخنيوي لپاره بايد د اداري فساد ضد مؤسسې له سياسي مداخلو پاکې، محاکم ازاد او د اداري فساد په نښه کوونکيو کسانو امنيت بايد خوندي کړای شي.

په راپور کې راغلي، چې د جنوبي اسيا ټولو هيوادونو کې عام خلک معلوماتو ته د رسيدو هیڅ قانوني حق نلري او له همدې امله پکې د داري فساد مخنيوی تقريبا ناشونی بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x