ورزش

افغانستان د زمبابوې په وړاندې په شل اوریزو لوبو کې پرلپسې شپږمه بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دوهمه شل اوریزو لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه او د شل اوریزو لړۍ یې په ۲ صفر وګټله.

دا بریا د افغانستان لپاره د زمبابوې په وړاندې په شل اوریزو لوبو کې پرلپسې شپږمه بریا وه.

ننۍ لوبه کې د افغانستان لخوا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه لوبه ترسره شوه خو په ډګرساتنه کې یې د تېر په څېر نن بیا غلطیانې تکرار کړې.

افغانستان په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۸ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې زمبابوې لوبډلې په شل اورونو کې ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا غوره لوبه محمد نبي ترسره کړه چې ۴۵ چټکې منډې یې جوړې کړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه، همدا ډول راشد خان هم په پای کې غوره توپ اچونه ترسره کړه او په مهم وخت کې یې د سکندر رضا او بورل ویکټې ترلاسه کړې.

سکندر رضا ۴۰ او بورل ۳۰ منډې جوړې کړې، او همدا ډول راشد خان په ۴ اورونو کې د ۲۰ منډو په بدل ۲ مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د جمعې په ورځ د ۵ یو ورځنیو لړۍ هم پېل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x