افغانستان

عدلیې وزیر: لاهم سلګونه ماشومان په زندانونو کې پراته دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه ماشومان بندیان دي، چې د ډېرو عمرونه له اتلس کلنۍ کم دي.

ده وویل، په کابل، ننګرهار، میدان وردګ، هلمند، بلخ، هرات، خوست، فراه او سمنګان ولایتونو کې ۷۸۴ ماشومان بندیان دي، چې ۷۰۴ یې هلکان او ۸۰ تنه یې نجونې دي.

انور زیاته کړه، د زنداني ماشومانو له ډلې یې ۱۷۱ د سرتېرو بریدونو په تور نیول شوي، ۱۵۰ ماشومان د غلا، ۱۲۳ د وژنې او پاتې ماشومان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي، چې ډېری یې محکمو محکمه کړي او د محکمو له لوري پرې د بند حکم شوی دی.

د عدلیې وزیر وویل، د ماشومانو لپاره یې په زندانونو کې اصلاحي او روزنیز مرکزونه هم جوړ کړي او بېلابېلې زده کړې هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان د قوانینو له مخې له ۱۸ کلنۍ کم عمره خلک د ماشومانو په ډله کې راځي؛ خو د هېواد بېلابېل زندانونه پر ماشومانو ډک شوي دي.

طالبانو په بیا ـ بیا ویلي، چې دوی په سرتېرو بریدونو کې له ماشومانو کار نه اخلي؛ خو ډېری ماشومان د سرتېري برید کولو په تور نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکمت

انور خان غلامه !!! زه تاسی له نزدی څخه پيژنم چه داکتر هم نه یاست ، ورور دی مجاهد او بیا شهید شو کور او کلی کی مو پلویان ډیر وو یعنی د کوم ملک یا خان زوی وی ګلبدین غلام ځکه د صحی کمیتی ریاست در سپارلی وو هغه وخت لا ستا په بی کفایتیو د کوچنی حزب ناروغانو شکایت درلود څو ځلی د مظاهرو په څیر د ګلبدین دفتر ته ورغلی مګر ګلبدین به ستا په شان د فرمانبردارو لیری کول د کله منل . تر دی چه د دوهم اشغال وخت راورسید او ټول جهادی مشران چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x