په ښي اړخ ویده کېدل

دکتور کفایت الله وردګ

همدارنګه د ویده کېدلو په وخت کې دا هم سنت دي چې ترڅو انسان ته څه مشکل نه وي نو په ښي اړخ باندې ویده شي د حضرت براء بن عازب رضی الله عنه حخه روایت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إذا أتيت مضطجعك , فتوضأ وضوءك للصلاة ثم اضطجع على شقك الأيمن.. الحدیث . متفق علیه

ترجمه : کله چې د خوب ځای ته راتلې نو داسې اودس کوه لکه مانځه ته چې څنګه اودس کوې بیا په ښي اړخ باندې څمله .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک عادت به وو چې هغه به په ښي اړخ باندې څملاستو .

پورتني دوه سنتونه دواړه د خوب د وخت په اړه دي چې باید انسان په اوداسه وي او باید په ښي اړخ باندې ویده شي پوره حدیث یې داسي دی چې له حضرت البراء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي رسول ا لله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إذا أتيت مضطجعك , فتوضأ وضوءك للصلاة ثم اضطجع على شقك الأيمن وقل : اللهم أسلمت نفسي إليك ووجهي إليك وفوضت أمري إليك وألجأت ظهري إليك ,رغبة ورهبة إليك لا ملجأ ولا منجا منك إلا إليك , آمنت بكتابك الذي أنزلت وبنبيك الذي أرسلت واجعلهن آخر ما تقول . متفق علیه

ترجمه : کله چې ته د څملاستلو ځای ته راغلې نو داسې اودس وکوه لکه ته چې مانځه ته اودس کوې بیا په خپل ښي اړخ باندې څمله او داسې دعا ووایه : (پورته په حدیث کې تېره شوه) او دا دعاء خپل آخري الفاظ کړه (لدې وروسته بیا خبرې مه کوه) .

امام نووي رحمه الله فرمايي : پدې حدیث کې دری مستحبات دي اول دا چې انسان باید د ویده کېدلو وړاندې اودس وکوي او که چېرته له مخکې نه د انسان ادس وي نو بیا کفایت کوي ځکه مقصود دادی چې انسان له اوداسه سره ویده شي ځکه ددې وېره هم شته چې دا دده آخري څملاست وي بیا را پورته نه شي او ددې امله چې دی که پدې ویده کېدلو کې خوب ویني نو رښتیا خوب به یې وي او شیطان به ونشي کولی چې په ده باندې لوبې وکوي دوهم سنت دادی چې انسان باید په ښي اړخ ویده شی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به هروخت په ښي اړخ ویده کېدو او بله دا چې پدې اړخ څوک ویده وي هغه بیا په اسانه سره را ويښېدلی شي (که چېرته نا ګهاني ضرورت شي) او دریم سنت یوه دعاء ویل دي چې د الله جل جلاله په ذکر باندې مشتمله وه ترڅو د انسان آخری الفاظ د الله جل جلاله ذکر شي نو که ددې خوب نه بېرته را پاڅېدل دده قسمت کې نه وي نو دا مبارک الفاظ به دده آخری الفاظ شي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د