نړۍ

پنټاګون: امریکا هر کال د افغانستان په جګړه ۴۵ ميليارده ډالر لګوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ويلي، چې د افغانستان اوولس کلنې اوږدې جګړې په اړه د امریکايي ماليې ورکوونکو هر کال ۴۵ ميليارده ډالر لګښت راځي، چې شونې دا لګښتونه څو کاله نور هم دوام وکړي.

په پنټاګون کې د اسيايي چارو يوه لوړپوړي مسؤول راندال سکريفر کانګريس ته ويلي، چې تېر کال د افغانستان په جګړې ۴۵ ميليارده ډالر لګښت راغلی دی. په دغو لګښتونو کې پنځه ميليارده ډالر د افغان عسکرو په مرسته او روزنه لګېدلي، ديارلس ميليارده په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو لګښت شوی، ۷۸۰ ميليونه ډالره له افغان حکومت سره اقتصادي مرسته شوې او پاتې نورې پيسې په لوجيسټيکي مرستو لګېدلي دي.

د دې دومره لګښتونو سربېره د امریکايي کانګريس غړي لا هم د افغان جګړې په بريا شکمن دي او زياتوي، چې د اوولسو کلونو په تېرېدو لا هم د دغې جګړې د بريا هېڅ څرک نه ښکاري.

امریکايي رسنۍ وايي، چې د کانګريس د بهرنيو اړيکو جرګه ګۍ د افغان جګړې په اړه ځانګړې ناسته وروسته تر هغه وکړه، چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې طالبانو په کابل ښار کې پر کانټيننټل هوټل او ورپسې يې په صدارت څلور لارې کې خونړي بريدونه وکړل، چې نږدې درې سوو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د امریکايي رسنيو په وينا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو پر مهال په افغانستان کې له یو لک زيات پوځيان وو، خو د اوسنيو جګړو لګښتونه ترې څو چنده زيات دي.

هغه مهال د سلو زرو امريکايي پوځيانو د جګړې کلنی لښګت سل ميليارده ډالر اټکل شوی و، خو اوس چې شپاړس زره امریکايي پوځيان په افغانستان کې دي، کلنی لګښت يې ۴۵ ميليارده ډالر دی.

امریکايي کارپوهان وايي، چې د ټرمپ اداره او تر ده وړاندې ولسمشرانو د امریکا د ماليې ورکوونکو پيسې په داسې جګړې کې لګولي او لا يې هم لګوي، چې د بريا څرک يې نه ښکاري.

امریکايي ژورناليست مايکل مور وايي د افغانستان جګړه بې ګټې ده، امریکا بايد له افغانانو بښنه وغواړي او له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x