په نبوي دور کې د بلیک آؤټ یوه بېلګه

ژباړه: رحمت الله نړیوال

نن سبا جګړو کې بليک آوټ یوه ضروري اړتیا ده، د دې کار بېلګه خپله په نبوي دور کې هم شته.

د جمادي الثاني پر ۸ ھ د جهاد لپاره یو لښکر له مدینې طیبې نه پر لس منزله پرتو لهم و جذام مقابلې ته ولېږل شو،چې امیر یې حضرت عمربن العاص رض و.

په دې غزوه کې دښمن خپل ټوله پوځ په ځنځيرونو سره تړلی و،چې څوک ونه تښتي،له همدې کبله دا غزوه په “ذات السلاسل” مشهوره ده.

(د یادونې وړ ده چې غزوه ذات السلاسل په نامه چې کومه مشهوره غزوه شوې ده ، هغه د صحابه وو په دور کې له دې وروسته بله جګړه وه)

په دې غزوه کې حضرت عمر بن العاص رض خپل پوځ ته امر وکړ چې په لښکرګاه کې تر درو ورځو پوري د شپې له خوا یو رنګه رڼا جوړه نه کړي او نه اور ولګوي.

له درو ورځو وروسته دښمن له میدان نه تېښتې وکړه،صحابه وو غوښتل چې تېښتېدلی دښمن تعقیب کړي،مګر حضرت عمرو رض منع کړل.

د لښکر سرتېرو ته د رڼا بندول ناخوښ و،چې د دښمن د نه تعقیبولو امر نور هم ورته ناخوښه شو،مګر د امیر د اطاعت پر بنیاد عمل اړین و،ځکه یې پرته له چون و چرا پابندي وکړله.

البته کله چې لښکر مدینې طیبې ته ستون شو،نو یې و رسول الله “صلی الله علیه و سلم” ته شکایت وکړی، د الله رسول؛ عمرو بن العاص را وغوښتی، لامل یې ترې وپوښتی.

حضرت عمر بن العاص رض وویل: اې د الله رسوله! زما د لښکر شمېر د دښمن په مقابله کې لږ و،له دې أمله مې د شپې له رڼا نه منع کړل،چې خدای مه کړه دښمن د دوی د لږوالي اټکل ونه لګوي چې زړه ور نه شي.

او له تعقیب نه مې هم ځکه منع کړل،چې که دښمن د دوی لږ شمېر وویني،بېرته به یو ځای مخ پرې را واړوي.

د الله رسول ﷺ د عمرو بن العاص دغه جنګي تدبیر خوښ کړ،او د الله ج شکر یې ادا کړ.

مأخذ:

(جمع الفوائد ص۲۷ج۲ بحوالہ جہاد حضرت مفتی شفیع صاحب صفحہ61)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د