د نن سرلیکنه

په هیوا کې د اخلاقي جرائمو ګراف په لوړیدو دی- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د ځينو رسنیو په حواله د هیواد په شمالي ولایت جوزجان کې یوه ۲۶ کلن ورور په خپلې سکنۍ خور جنسي تیری کړی او تر نیول کیدو وروسته یې پر خپل دغه شنیع عمل اعتراف هم کړی دی .

دا لومړي ځل نه دی چې رسنۍ مو په هیواد کې د دا ډول غیرانساني پیښې خبر نشروي ،بلکې تر دې له مخه تیرکال د بغلان ولایت په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې د یوه پلار لخوا پرخپلې لور جنسي تیري شوی وه چې موضوع یې بالآخره د خپل نیکه له لوري قضايي مراجعو ته افشاء او تیري کوونکي پلار يې د قضايي چارواکو په مخکې دا ومنله چې له تیرو او میاشتو راهیسې له خپلې لور سره جنسي اړیکې لري چې اوس تري حامله شوې هم ده.

همداراز په تیرکال کې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونوک پرماشومانو او همداراز پر ښځینه ووباندې د ډله ییز جنسي تیرې په لسګونو پیښې تر سره شوې چې وروستې هغه یې د کندوز په ولایت کې د محلې پولیسو لخوا پریوې تنکۍ نجلۍ باندې د ډله ییز تیري زړه بوږنوونکې پیښه وه.

د افغانستان د بشر د حقونو بنسټ د شمېرو له مخې په تېر يوه کال کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ١٦١ پېښې ثبت کړې دي.د افغانستان غوندې په یوه اسلامي ټولنه کې د دغه ډول اخلاقي جنایتونو ترسره كول په ټوله معنا د دغې ټولنې له اسلامي روایاتو ،افغاني اصیلو عنعناتواو اخلاقي ارزښتونوسره مخالف عمل دی ، داسې مخالف عمل چې د افغاني سپیڅلي فرهنګ په قاموس کې تصور هم ناشونی او له شرم ډک عمل ګڼل کیږي.

خو د امریکايي اشغال تر سوري او د غربي د یموکراسي په واکمنۍ کې بیا همدغه ټولې غیرانساني اوله شرمه ډکې کړنې د انساني ازادي اوحریت ضمير عادي پیښې ګڼل کیږي چې ډیر ښاغلي هغه زمونږ په مسلمانه ټولنه کې د ډیموکراسۍ د ارزښتونو پیاده کول او مثبته لاسته راوړنه بولي.

له محارمو(مور،لور،خور) او حتی له حیواناتو سره جنسي اړیکې او همداراز د همجنس بازی فاحش عمل د غربي ناولې ټولنې له مشخصاتو څخه ګڼل کیږي او په ځینو هیوادونوکې قانوني مشروعیت لري. غربیان غواړي د افغانستان په اشغالولو سره د خپلې فاحشي ټولني هماغه حیواني مشخصات دلته هم د خپلو همفکره افغانانو په مټ عملي کړي.

سږکال افغانانو له رسنیو سره د نعمت سادات په نوم افغان هغه فاحشې څرګندونې واوریدې چې زمونږ د پورتنۍ ادعاء سپیناوي کوی. نعمت سادات په خپلو څرګندونو کې ښکاره وايي چې زه په دې فخرکوم چې زه یوه افغان همجنس بازيم او په تيرو یولسو کلونو کې سلګونو نارینه وو را سره جنسي اړیکې ترسره کړې.سادات وايي زه پر دې ویاړم چې د یوه افغان په توګه پرخپلې همجنس ګرايي اعتراف کوم.نوموړی وايي چې ما له ۵ تنو نورو امریکايي او یوشمیر افغاني همجنس بازه استادانو سره یوځای دافغانستان لپاره په امریکايي پوهنتون کې استادي کړي.

يواځې امریکايي پوهنتون نه ،بلکې د هغه ترڅنګ د افغانستان پارلمان او حتی د ولس مشرکرزي تر دفتر پوري د همجنسبازانو فعالیتونه غزیدلي او د سادات په وینا چې د افغانستان په لوړ رتبه چارواکو کې اوس ډیر شمیر همجنس بازان وجود لري او دی خپله هم غواړی په راتلونکي کې د افغانستان یو ښه رهبر شي!!!

د افغانستان مسلمان ولس په فردي او اجتماعي توګه باید په خپلې پاکې ټولنې کې د دغو حیواني اخلاقي جنایتونو د مخنیوي په اړه خپل مسؤلیت درک کړي او خپل ځوانان په ټینګه سره له هغو مراکزو او همداراز د هغو مبتذلو ټلویزوني شبکو له لیدو څخه راوګرځوي چې د بیان د آزدادي تر نامه
لاندې د افغانانو دځوان نسل د اخلاقي او فکري انحراف لپاره خپرونې کوي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x