
شمالي وزيرستان: پنځو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د شمالي وزيرستان په عيدک سيمه کې په يوه وسله وال بريد کې پنځو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي امنيتي سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي، پېښه نن د چهارشنبې په ورځ د عيدک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په بريد کې دوه پوځيان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، ټپي عسکر د تداوۍ په موخه روغتون ته لېږدول شوي خو روغتيايي حالت يې نازک دی.
امنيتي مسئولين وايي، د پېښې ځای ته نور ځواکونه رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.
تر اوسه پورې د دغې چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
شاوخوا يوه مياشت مخکې هم په شمالي وزيرستان کې په يوه بمي چاودنه کې د پاکستان د مليشې ځواک درې سرتيري وژل شوي و.
وخت ناوخت د پاکستان په قبايلي سيمو د ځينو چاودنو او وسله والو بريدونو مسئوليت د پاکستان تحريک طالبان ډله په غاړه اخلي.