افغانستان

احمدضیا مسعود له اشرف‌غني ملاتړ وکړ

نن ټکی آسیا: نن د دویم دور ټاکنو لپاره د دوو مخکښو نوماندو د ټیمونو له خوا رسماً ټاکنیزې منډې ترړې پیل شوې. په دویم پړاو ټاکنو کې به ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی سیالي کوي. ټاکنې هغه مهال دویم پړاو ته ولاړې چې هېڅ نوماند ونه شوای کولای پنځوس جمع یو رايې خپلې کړي.

په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډاکټر زلمي رسول د «اعتدال، برابرۍ او رغونې» د ټیم لومړی مرستیال او د احمدشاه مسعود ورور، احمدضیا مسعود له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. نن په کابل کې د ښاغلي مسعود د ملاتړ د اعلان په مناسبت د لويې جرګې په خیمه کې ستره غونډه رابلل شوې وه.

د ډاکټر اشرف غني د «تحول او تداوم» ټیم سره د مسعود یو ځای کېدا له یوې خوا د عبدالله ټیم چې عمدتاً د پخوانۍ شمال ټلوالې جګړه مار پکې راټول دي، کنډو کړ، له بلې خوا د ډاکټر اشرف غني د ټیم د قومي کنډو و ډکېدو په مانا ګاڼه شي. اشرف غني په غونډه کې وویل، چې د مسعود له یو ځای کېدو سره د ده ټیم له مثلثه، مربع ته بدل شو.
احمدضیا مسعود له اشرف غني څخه د خپل ملاتړ لامل د ماډرن دولت منځ ته راوړل، د سیاسي ټيکاو منځ ته راوړل، سراسري امنیت او د افغانانو هوساینه په ګوته کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x