افغانستان

خلوتګر: د ملي یووالي حکومت په راتګ ۱۵۰ رسنۍ بندې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له ازادو رسینو د ملاتړ ادارې«نی» مشر مجیب خلوتګر وايي، د ملي یووالي د حکومت په راتګ په ټول هېواد کې ۱۵۰ رسنۍ تړل شوي دي او ځینې رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د خلوتګر په خبره، درې کاله وړاندې ۶۵۰ رسنۍ په فعالیت بوختې وې؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې د رسنیو شمېر ۵۰۰ ته را ټیټ شوی دی.

د نی د مشر په خبره، د کرزي د واکمنۍ په پرتله په اوسني حکومت کې رسنیو ته ۲۰ سلنه پاملرنه کمه شوې ده او د حکومت له لوري هره ورځ رسنۍ په یوه نه یو ډول ګواښل کېږي.

نوموړي پر اوسني حکومت تور پورې کړ، چې خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي او آن په ځینو وختونو کې خبریالان د پېښې ځای ته په اوونیو هم نه پرېښودل کېږي.

ده وویل، رسنیو ته د اطلاعاتو ورکولو قانون توشېح شوی دی؛ خو بیا هم د امنیتي ادارو ویاندویان په ډېرو پېښو کې رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

د امریکا له یرغل وروسته په هېواد کې د رسنیو پراخ شتون د اوسني حکومت ستره لاسته راوړنه بلل کېږي؛ خو له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر وايي، چې حکومت رسنۍ سانسور کوي او ځینې رسنیو ته د حکومت له لوري ګواښونه هم کېږي.

له دې وړاندې هم یادې ادارې مشر ویلي وو، چې په تېرو درېیو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۲۰ پېښې یې ثبت کړي، چې د کرزي په ۱۳ کلنه واکمنۍ کې دغه شمېر ۶۱۰ ته رسېده.

درې اوونۍ وړاندې طالبانو پر انټرکانټينېټل هوټل برید وکړ؛ خو خبریالان تراوسه د پېښې ځای ته نه پرېښودل کېږي او د دغه برید جزییات له رسنیو پټ ساتل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x