fbpx
Thailadn-Army-Chief

د تایلنډ پوځ کودتا وکړه

نن ټکی آسیا: د تایلنډ د پوځ مشر نن په خپله بیانیه کې چې په ژوندۍ بڼه د دغه هېواد له ملي تلویزیون څخه خپره شوه، چې د دغه هېواد پوځ د یوې نظامي کودتا له لارې د چارو واګې په لاس کې واخیستې.

نوموړي ژمنه وکړه، چې پوځ به د هېواد د امنیت د تامین ترڅنګ سیاسي اصلاحات  راولي.

دا کودتا په تایلنډ کې د میاشتو میاشتو راهیسې د را پیل شویو ناکراریو او لانجو وروسته د سې شنبې په ورځ واک ته ورسېده.

په دغه هېواد کې لانجې او نښتې له هغې وروسته راپورته شوې، چې تېر کال پخواني لومړي وزیر پارلمان منحل کړ.

معترضینو له څو میاشتو راهیسې په پرله پسې توګه لاریونونه وکړل او له دولت سره د مخالفت په موخه یې د بانکوک لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ وتړل.

پرون – چهارشنبه- د تایلنډ د اوو ګوندونو مشرانو د پوځ د مشر جنرال پرایوث چان اوچا په بلنه د هېواد د روان بحران د پای ته رسولو لپاره په را بلل شوې غونډه کې ګډون وکړ.

له راپورونو سره سم، پوځ د مذاکراتو په دوهمه ورځ د دغو مذاکراتو د ترسره کولو لپاره پر ټاکل شوې ودانۍ د محاصرې کړۍ را تاو کړې او مذاکرات پرته له دې چې کومې هوکې ته ورسېږي، سبوتاژ شول او د ګوندونو مشران تر نظارت لاندې ونېول شول.

تېره اونۍ د تایلنډ اساسي قانونې محکمې لومړۍ وزیره ینګلاک شیناواټ او د کابینې ځينې نور غړي د دولت د یوه لوړپوړي چارواکې په ګوښه کېدنه کې د غیر قانوني اقدام اخستلو په تور له دندو ګوښه کړ او د نویو انتخاباتو تر وخته پورې يې د لومړۍ وزیرې مرستیال ته واک وسپاره.
     

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د