افغانستان

مسیر: د بلخ په موضوع کې حکومتي مشرانو ځانونه شرمولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ارګ او بلخ تر منځ ناندرۍ تر دوو میاشتو اوړي، خو لا هم دواړه خواوې کوم جوجاړي ته نه دي رسېدلي.

دا موضوع وروسته له هغه بیا د رسنیو موضوع وګرځېده، چې عطامحمد نور پخپلو تازه څرګندونو کې حکومتي مشران د واک په اوږدولو او د ټاکنو په ځڼدولو تورن کړل.

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر لیکي، په ياده موضوع کې حکومتي مشرانو ځانونه شرمولي دي.

ورځپاڼه لیکي، د ګډ حکومت بنسټ د قانون پر خلاف اېښودل شوی دی، ځکه په دې موضوع کې زړور ګام نه شي اخیستلی.

« عطا محمد نور په عملي ډول زموږ اساسي قانون، واحد نظام، مرکزي حکومت او ملي حاکمیت ننګولي دي او د دې چارې تر ټولو ستره پړه د ملي یووالي د حکومت په کمزورو او معامله ګرو مشرانو ده.»

ورځپاڼې عطامحمد نور «لنډی مار» بللی او لیکلي يې دي، چې ارګ هغه له دندې لرې کولی نه شوای، ولې يې «دغه مار لنډی کړی دی.»

مسیر پر حکومتي مشرانو په تېره بیا اجراییه ریاست غږ کړی چې دا موضوع نوره حل کړي.

«حکومتي مشرانو په اوسني حالت سره نه یوازې ځان شرمولی دی، بلکې افغانستان او افغانان یې له یو بل مصیبت سره مخ کړې دي.»

عطامحمد نور تازه څرګندونو کې دا هم ویلي چې د ګډ حکومت مشران د ټاکنو په ځنډولو سره په لوی لاس د خپل واک د اوږدولو لپاره هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x