
امريکايي کارپوه: د سولې په اړه د ټرمپ او ارګ څرګندونې د غوسې په حال کې وې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان په چارو کې امریکايي کارپوه بارنت روبین وايي، د سولې اړوند د ټرمپ او وروسته د هغه په تقلید د ارګ څرګندونې د غوسې په حال کې وي.
هغه وايي چې د امریکا ولسمشرۍ دیکتاتوري نه ده، چې د ډونالډ ټرمپ هره خبره به د دې هېواد پالیسې جوړوي.
روبین له امریکا غږ سره په خبرو کې ويلي، د سولې له خبرو د ټرمپ انکار او ورپسې د محمد اشرف غني څرګندونې یوازې د غوسې په حال کې وې، دومره کولی شي چې د سولې بهیر وځنډوي.
هغه ويلي، «ټرمپ بې ځایه خبرې ډېرې کوي، خو ځينې يې په پالیسۍ بدلې شي.»
روبین وايي چې د ټرمپ او ارګ څرګندونې یوازې د سولې خبرې ځنډولی شي، خو د سیاسي حل لوری نه شي بدلولی.
په ورته وخت کې د امریکا په سنا کې د ډیموکرات ګوند غړي، کریستوفر مورفي ويلي، چې د سولې له خبرو د ټرمپ انکار حیران کړی دی.
هغه وايي نه ده څرګنده چې د امریکا تګلاره د ټرمپ څرګندونې دي، که د امریکايي ډيپلوماټانو څرګندونې.
د نوموړي اشاره هغو څرګندونو ته وه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان تېره اوونۍ په کابل کې وکړې.
هغه پخپلو خبرو کې د سولې په اړه څرګندونې وکړې او له پاکستانه يې وغوښتل چې د سولې په برخه کې د دوی همکاري وکړي.
په کابل کې د طالبانو له زورورو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر وویل چې له طالبانو سره خبرې نه کوي، ورپسې ارګ هم د هغه تایید وکړ او ويې ویل چې د جګړې له لارې به سوله راوړي.
طالبانو د ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، د هغه خبرو دا ثابته کړه چې «کابل اداره» د سولې په برخه کې هم کوم واک نه لري.