افغانستان

د غزني ولایتي شورا: د پوځ له لوري پیل شويو عملیاتو کې یوازې ملکیان زیانمن شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، په دغه ولایت کې د افغان پوځیانو له لوري په پیل شویو عملیاتو کې یوازې ملکیانو ته زیان رسېدلی او پوځي مشران په دغو عملیاتو کې خپل جېبونه ډکوي.

د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، د «نبرد اهنین» په نامه په پیل شویو عملیاتو سوداګري روانه ده او امنیتي چارواکي پکې خپلې ګټې ترلاسه کوي.

دی وايي، تراوسه نه کومه سیمه له طالبانو پاکه شوې او نه یې کومه نتیجه ورکړې؛ بلکې سلګونه ملکیانو خپل کورونه پرېښي دي.

د کامراني په خبره، د غزني د مرکز اړوند په منګور او قره باغ سیمو کې هېڅ عملیات نه دي شوي؛ خو د افغان پوځ مشران بیا رسنیو ته د یادو سیمو د تصفیې خبرې کوي.

د ولایتي شورا غړی وايي، لس ورځې کېږي چې عملیات پیل شوي؛ خو تراوسه یوازې ۶ ملکیان پکې وژل شوي او سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ولایتي شورا غړي وايي، اوسمهال د غزني د ټولو ولسوالیو یوازې مرکزونه له حکومت سره دي او پر پاتې سیمو طالبان واکمن دي.

خو د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان وايي، په پیل شویو عملیاتو کې افغان پوځیانو پرمختګ کړی او ډېرې سیمې یې له طالبانو نیولي دي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې«OCHA» هم ویلي وو، چې تېره میاشت کې ۷ زره افغانان بې ځایه شوي چې ډېره برخه یې د غزني ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x