border force pakistan

آیا پاکستان غواړي ددی جنګ قربانیان د پنځوس زرو نه تر لکونو ورسي ؟‎

د تیرو څلورو میاشتو په دوران کی د پاکستان سیاسي او امنیتي فضا مذاکرات محوره وه ، د ۳۱ جنوري د هغه اعلان نه وروسته چی نوازشریف د پاکستان پارلمان ته د وینا پرمهال د طالبانو سره د مذاکراتو پالیسی اعلان کړه رسمي او علني مذاکرات پیل شول او ددي لپاره دواړو لوریو مذاکراتي کمیټی هم وټاکلی ، دا پداسی حال کی چی د مذاکراتو لومړي او سري پړاو د حکیم الله محسود د شهادت په وجه شدید متأثره او په ډرون وویشتل شو .

د مذاکراتو دغه علني او رسمی پړاو هم ډیری لوړی ، ژوری ولیدلی او پدی موده کی د ډیرو سړو او تودو حالاتو سره مل ؤ،  بیا هم یو څه امید ورته کیدو خو د تیری ورځی نه په شمالي وزیرستان جاري بمباري او پوځی عملیات ښایی د مذاکراتو د وژلو پیلامه وي ، آیا پاکستان غواړي چی ددی جنګ قربانیان د پنځوس زرو څخه لکونو ته ورسي ، دغه خبره د پاکستانی حکومت او پاکستاني طالبانو د مذاکرچیانو له جملی څخه یو فعال غړي د جماعت اسلامي خیبر پختونخواه مشر پروفیسور ابراهیم څو ورځی وړاندی وکړه نوموړي یوی غونډی ته د وینا پرمهال وییل چی د مذاکراتو په ځای د پوځی عملیاتو پریکړه به پدی معنی وي چی مونږ ددی روان جنګ د قربانیانو شمیره د پنځوس زرو څخه لکونو ته رسول غواړو .

 يقيناً چی دغه خبره نهایت د فکر وړ ده ، پاکستان د کوم منفعت په اساس د مسلمانانو په خلاف د امریکی سره پدی جنګ کی ملګري شو ؟ دغه جګړه یی ولی داسی پر مخ یوړه لکه د خپل فکر او عقیدی جګړه ،د مشرف د خپلو اعترافاتو له رویه ۶۰۰ مظلوم مسلمانان یی په امریکایانو وپلورل ، ښځی او ماشومان یی بندیان کړل ،تردی پوری چی د شپږو میاشتو ماشوم یی هم امریکا ته حواله کړ، په لکونو خلک یی په خپل وطن کی بی کوره کړل ،کلي یی وران کړل ،جوماتونه یی بمبار کړل ،د ټانک او ټوپک مرمي یی د هندوانو پر ځای په خپل مسلمان ولس استعمال کړی ، ووس ددی باوجود چی ټول پدی معترف دي چی د مشرف پالیسی او پریکړی غلطی وی په ملک کی یی ورونه بل کړل خپل ولس یی د پوځ په خلاف پورته کړ، د مشرف په قدم قدم ایښودل کیږي ، ددی په ځای چی ووسني واکمنان هغه مخکی بل شوي اور مړ کړي  دوي ووس بیا په وزیرستان کی وور بل کړ ، په دوه ورځو کی یی ۸۰ کسه شهیدان کړل چی زیاتره یی عام خلک دي په عامو ځایو یی بمبارونه وکړل او لا دوام لري .

دغه حالت به ترڅو دوام لري د دیارلس کالو جنګ څخه مو څه ترلاسه کړل ؟ د خپل ولس په مقابل کی جنګ نه کومه هوښیاري ده نه هم باتوري بلکه دا احمقي ده ، د پاکستان متقاعد بریګیډیر (سعد) بی بی سی ته د وروستیو بریدونو به تړاو وایی چی د طالبانو سره د جنګ لپاره مونږ هیڅ کومه حکمت عملی نه لرو چی دوامدار اثر پری مرتب وي ،بس د ډز په مقابل کی ډز کوو. ددی مطلب دادی چی مخکی یی څومره جنګونه کړی د هغه فایده خو ځکه صفر ده چی دادی ووس هم جنګ سره مخامخ یو خو د ووسنی عملیاتو حاصل هم صفر دي ځکه جنګ ،جنګ او بیا هم جنګ ، نو بنأ تجربه او حالات دا بالکل نه ایجابوي چی د ولس په خلاف د ټوپک ژبه وکارول شي بلکه  حکومتونه باید د ملت د خوشحالي ،سوکالي او پرمختګ لپاره خپل وسایل او قوت په کار واچوي.

لیکوال: ابو حدیر

کالم: توره لیکل کوي

ایمیل:abuhudair2@gmail.com

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.