افغانستان

احمد ولي مسعود: حکومت خپل منځي جنجالونو ناکام کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، حکومت خپل منځي جنجالو کې تر دې اندازې ښکېل دی، چې له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

هغه په کندهار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې حکومت په چارو کې له خپل شریک سره ستونزې نه شي حل کولی، له طالبانو سره به څنګه ستونزې اوارې کړي.

احمد ولي مسعود حکومتي مشران د ولس تر منځ په قومي تفرقې اچونې تورن کړل او ويې ویل په لوی لاس غواړي په هېواد کې تعصب ته لمن ووهي.

نوموړي وویل دا باید ومنل شی چې حکومت د جګړې په له منځه وړلو او سولې راوستو کې ناکام شوی دی.

هغه یادونه وکړه، چې د «ملي وفاق» تر نامه لاندې داسې بنسټ جوړوي چې ټول افغانان سره راټول او ستونزو ته حل پیدا کړي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې په پروان کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم خپل شریک محمد اشرف غني په د واک په انحصار تورن کړ.

هغه د بلخ او ارګ ناندرۍ ته په اشارې ومنله چې د دوی شریک حکومت د یو والي د لرې کولو وس نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x