راشد خان د انګلستان کورني لیګ «سسیکس شارکس» لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان د انګلستان کورني لیګ (نیټ ویسټ ټي ټونټي بلاسټ) سیالیو کې د سسیکس شارکس لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

دغه لوبې به د جولایي په څلورمه نېټه په انګلستان کې پېلیږي، او په ۱۵ سپتمبر به پای ته رسیږي.

راشد خان چې په تېره نیزدې کې د بیګ بیش لیګ سیالیو کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا ولوبېد او خپله وړتیا یې ثابته کړه، چې لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله اوس به د انګلستان په کورني لیګ کې هم خپله وړتیا ثابتوي.

د سسیکس لوبډلې روزونکي (جیسن ګلیسپي) چې په بیګ بیش لیګ کې هم د راشد خان لوبډلې روزونکی و، د نوموړي په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د راشد خان سره په بیګ بیش کې یوځای کار کولو سره ډیر متاثره شوی یم، مونږ هغه ته په انګلستان لیګ کې هم تود هر کلی وایو.

له بده مرغه باید وویل شي چې نوموړی به په دغه لیګ کې ټولې لوبې ترسره نه کړای شي او په نیمه کې به دغه لیګ سره خدای په اماني کوي، خو د معلوماتو له مخې معلومه نه ده چې ولې به نوموړی یاد لیګ په نیمه کې پریږدي.

نوموړی په ځانګړي ډول په شل اوریزو لوبو کې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر لاسته راوړنې لري چې تر دې دمه په نیزدو ۵۰۰ شل اوریزو توپونو کې تر ټولو غوره (۱۳.۸۲) اکانومي ریټ لري، او په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې دوهم غوره (۵.۸۶) اوسط لري، او همدا ډول تر دې دمه په افغانستان لیګ، ویسټ انډیز لیګ، هندوستان لیګ، بنګلدیش لیګ او په استرالیا لیګ کې لوبېدلی دی.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په تېر استرالیا بیګ بیش لیګ سیالیو کې ۱۱ لوبې ترسره کړې چې ۱۸ ویکټې یې واخیستلې او ددې لیګ تر ټولو زیات ویکټ اخیستونکی ونومول شو، او همدا ډول یې د زمبابوې په وړاندې په دوه لوبو کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د