افغانستان

د دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي غزني ته تللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي غزني ولایت ته د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه تللی دی.

د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، نوموړی نن چهارشنبه د یو پلاوي په ملتیا غزني ولایت ته ورسيد.

طارق شاه بهرامي په داسې حال کې غزني ته سفر کوي، چې په دې ولایت کې د «نبرد اهنین» په نوم پوځي عملیات دوام لري.

که څه هم د غزني ولاتي مسوولین دا عملیات بريالي بولي، خو په دې ولایت کې د شمشاد خبريال ابراهیم امیري وايي، چې د عملیاتو ډېر زیان ولسي وګړو ته اوښتی دی.

د هغه په خبره د امنیتي ځواکونو له لوري په لسو ورځو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼې کورنۍ خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني هم وايي چې ولایتي مسوولین په دروغو ښارته څېرمه د قره باغي او منګور سیمو د نیولو دعوه کوي، بلکې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x