keys

باید د شکایاتو صندوقونه مات کړو

په دې کې شک نشته چې ژوند د منډو ترړو نوم ده او په دې کې هم شک نشته چې منډې ترړې ډیرې ستړې کوونکې وي، د ژوند پیتي دروند او وړل یې انسان ډیر ستړی کوي او د الله د فطرت له قانون سره سم انسان به په پوره ستوماني سره ژوند پر مخولي، انسان په سختي کې پنځول شوی دی (لقد خلقنا الانسان في کبد. سورة البلد), باید دې ته متوجه شو چې الله انسان ته محدود صلاحیتونه او وړتیاوې ورکړې دي، او د دې وړتیاو په مټ محدود کارونه کولی شي، دا کارونه که دی له خپلو وړتیاو زیات کړي، په ځان ظلم کوي او داسي ظلم چې ټول ضرر یې ده ته رسیږي.

د انسان د دې درانه پيټي په وړلو کې هغه ته ځیني خپل انساني خویونه او ټولینیز عادات او رواجونه لویه ستونزه رامنځته کوي په دې انساني منفي خویونو کې په یوه یې موږ خپله لیکنه غځوو، او هغه شکایت او سرشکونه ده، کله چې موږ د ژوند په کومه ستونزه کې راګیر شو یا مو څوک مخته خنډ شي او د بریاو یا هم عام ژوند لاره راته ډب کړي، په دې وخت کې د غم او درد دسپکولو له پاره انسان شکایت ته مخه کړي، سرشکوي او بد حالت یې لګولی وي .

د درنو لوستوالو توجه یوه مهم ټکي ته را اړوم او هغه دا چې شکایت سره له دې چې یو منفي او بد اغیز لرونکی انساني خصلت ده پخپله دا شکایت کول دومره کار ده چې انسان پوره بوختوي، او مخکي موږ وویل چې د انسان وړتیاوې او صلاحیتونه محدود دي او شکایت هغه کار ده چې انسان په فکري او فزیکي دواړو لحاظونو بوخت لري، ځکه خو ارواپوهان وایې چې شکایتي ذهنیت لرونکي کسان په عملي لحاظ بیخونده او بیکاره وي، نو د ژوند په ډګر کې د ستونزو او ناکامیو په مهال شکایت کول ستونزه لاسوروره کوي او د انسان د شاته تګ لامل ګرځي، داراز ارواپوهان وایې چې شکایت بې کفایته او بېکاره خلک هم ډیر کوي ځکه هغه په شکایت سره خپلې کړمې او نیمګړتیاوې پټوي او خپله پړه د نورو په وږو اچوي.

له دې انساني منفي خوی نه د ځان ژغورنې له پاره قرانکریم موږ ته داسي یوه ګټوره لاره ښوولې ده چې د هغې په پلي کولو سره د شکایت په پایله کې له رامنځته کیدونکو ستونزو سړی خوندي پاته کیدلی شي، د شکایت په موضوع زه له قرانکریم نه دوه جملې را اخلم چې یوه د الله د سپیڅلي پیغمبر یعقوب علیه السلام د خولې خبره ده او بله د یوې صحابيي په اړه د قرانکریم یوه جمله ده.

یعقوب علیه السلام د الله پیغمبر و د ده زوی یوسف علیه السلام چې خپلو وروڼو ورک کړ او دی دخپلو زامنو په خیانت هم پوه شو نو يو لور ته يې د ګل په شان ښایسته زوی ورک شو او بل ځای یوه ډله زامنو دومره لوی خیانت ور سره وکړ نو دا دواړه پیښې رښتیا هم ډیرې دردوونکې دي، هغه طبعا انسان و او دې دردونو سخت کړاوه، یوه ورځ یې زامنو ته وویل چې تاسو ولاړ شئ د هغه پلټنه وکړئ هغوی ورته وویل: تاخو هر وخت دیوسف په یادولو ځان هلاك کړ، ده ورته وویل: إنما أشكوا بثي وحزني إلى الله ، یعني زه خپل سخت غم او حزن له الله سره شریکوم، او هغه په حقیقت کې هم داسي وکړل د زامنو په خیانت او ظلم پوه شو خو هغوی یې وبښل، او خپل غمونه او دردونه یې الله ته وړاندي کړل، داراز د خوله بنت الحکیم په نوم یوه صحابیه وه له خپل میړه سره یې شخړه رامنځته شوه هغې خپله ستونزه په عاجزي سره الله ته وړاندي کړه قرانکریم یې په اړه وایې: قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ. یعني او هغه الله ته شکایت کوي، الله ته شکایت دا معنا چې خپله عاجزي ورته وړاندي کړل شي او په خپله بې وسي د اعتراف په صورت کې له هغه نه په اخلاص سره مرسته وغوښتل شي.

خپل انساني ضعف په مخلصانه توګه الله ته وړاندي کول او د خپلې کمزوري او لږځواکي شکایت ورته کول دا مطلب ده چې ته په ځان کې د کار او خپل ژوند پر مخبیولو سیکه لرې خو د یوڅه خنډونو د رامنځته کیدلو په صورت کې خپل خالق ته توجه کوي او له هغه نه مرسته غواړې، او دا کار د الله په مرسته عینا یو داسي مثبت عمل شو چې له خلکو د شکایت منفي خوی یې له منځه یووړ دلته په ټولنه کې د انسان کمزوري پټه شوه، او بل له خلکو نه د ښکایتونو یا دشکایت په پایله کې له رامنځته کیدونکو نورو ستونزو نه ځان وژغورل شو، په پایله کې د انسان هغه انرژي خوندي پاته شوه چې ده به په شکایت ضایع کوله، نو له لوړو قراني لارښوونو او د هغو له تحلیل او شننې نه دا پایله ترلاسه کولی شو چې که په ژوند کې هر ډول ستونزه رامخته کیږې یا هر ډول کمزوري او د ژوند د پیټي دروندوالی زیاتیږي او یا د ناکامي له ویرې سره مخامخ کیږو باید دا ټولې ستونزې له مخلوق نه دشکایت کولو په ځای خپل خالق او مالک ذات ته وړاندي کړو. لکه په تیرو قراني بیلګو کې چې ستونزې یواځي الله ته وړاندي شوې دي.

زموږ په ټولنه کې شکایتونه او سرشکونې خورا زیاتې دي، په انفرادي شکل خو پریږده زموږ ټولنه ټوله د شکایاتو صندوق ده، زموږ په موجوده ستونزو کې تر ډیره حده موږ په خپله پړه یو، خو که په اړه یې موږ د خپلو عالمانو ویناو، سیاستووالو تقریرونو، دلیکوالو لیکنو او … ته ځیر شو د ټولو په خبرو کې به د شکایاتو پوره برخه پیدا کړو، لنډه دا چې زموږ روح او روان شکایتي ګرځیدلی ده، زموږ هر یوه ککرۍ د شکایاتو صندوق ګرځیدلې ده، مخکي موږ خبره وسپړله دا شکایتونه موږ بیکاره کوي او که په فردي او اجتماعي توګه یې همداسي جاري ولرو خدای مکړه اخیر به یومخ شل شوټ او له کاره ولویږو، پکار داده چې باید له دې منفي خوی نه لاس واخیستل شي موږ خپل شکایتي ذهنیت باید خامخا اصلاح کړو او داد شکایاتو صندوقونه ژر تر ژره مات کړو، خپل رب ته پوره توجه او له هغه په اخلاص مرسته وغوښتل شي، خپلې ټولې ستونزې او شکایتونه له هغه سره شریک شي او په دې توګه به د ژوند دروند پیټی په ښه توګه مخته وړو او خپل ځواک او انرژې به له ضیاع نه وژغورو.

لیکوال: حامد افغان – نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د