افغانستان

د بلخ لپاره د ارګ والي لس ورځې ضرب الاجل ټاکلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ لپاره د ارګ معرفي شوي والي انجینر محمد داود ویلي که په لس ورځې کې يې د کار درک معلوم نه شي بېرته به د لندن مخه ونیسي.

لروبر ویبپاڼه، لیکي چې نوموړي له یو حکومتي چارواکي سره په خبرو کې ويلي چې د حکومت دواړو مشرانو ته يې لیک لېږلی دی.

انجینر داود ويلي تر دوو میاشتو ډېر وخت کېږي چې برخلیک يې نه دی معلوم؛ که لسو ورځو کې نور هم درک ونه لګید بېرته به لندن ته لاړ شي.

هغه وايي، نور نه غواړم خپل حیثیت د سیاسي توطیو ښکار کړم.

د عطامحمد نور او ارګ تر منځ لانجه تر دوو میاشتو واوښته، خو لا هم ارګ نه دی توانيدلی خپل حکم تطبیق کړي.

د شنونکو په باور ارګ د عطامحمد نور پر وړاندې ځکه زړور ګام نه شي اخیستلی، چې پخپله يې اساس د قانو خلاف اېښودل شوی دی.

عطامحمد نور دوه ورځې وړاندې په تازه څرګندونو کې وویل، د حکومت درې واړه قوې ناقانونه چارې پر مخ وړي.

هغه دعوه وکړه چې د ده استعفا د حکومت د دواړو مشرانو په استعفا پورې مشروطه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x