افغانستان

د کډوالو نړیواله اداره: په تېره یوه میاشت کې ۵۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کډوالو نړیواله اداره«IOM» وايي، د روان کال په جنوري میاشت کې له پاکستان او ایران څخه له ۵۲ زرو ډېر افغانان راستانه شوي دي.

یادې ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، راستانه شوي افغانان ډېر یې په زور له یادو هېوادونو راشړل شوي او په کم شمېر په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ، په راستانه شویو کډوالو کې ډېری بې اسناده افغانان وو، چې په ایران او پاکستان یې ژوند کاوه.

« ۱۰۵۹۳ بې اسنادو افغانان د جنوري له ۲۸ مې د فبروري تر درېیمې له ایران څخه د هرات او نیمروز ولایتونو ته په خپله خوښه راستانه شوي، چې د تېر په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی پکې راغلی»

په راپور کې راغلي، یوازې په جنوري میاشت کې له پاکستان څخه ۲۱۶۳ افغان کډوال په زوره ایستل شوي او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

تېره میاشت پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت ضرب الاجل وټاکه، چې افغانستان ته ستانه شي؛ خو وروسته یې خپله پرېکړه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې نوره هم وغځوله.

اوسمهال په پاکستان او ایران کې تر دوه نیم میلیونو پورې افغانان ژوند کوي، چې له نیمايي ډېر یې قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې«OCHA» تېره ورځ ویلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې ۷ زره افغانان بې ځایه شوي، چې ډېری یې د حکومت له لوري د پیل شویو عملیاتو له کبله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x