افغانستان

امریکايي الوتکو د چين او تاجکستان پولې ته څېرمه هوايي برید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امريکايي الوتکو د چين او تاجکستان پولو ته څېرمه په بدخشان ولایت کې هوايي برید کړی دی.

پژواک خبري اژانس د امریکايي ځواکونو په حواله وايي چې په تېرو څو ورځو کې يې په بدخشان کې د طالبانو پر مرکزونو بمبار کړی دی.

د سرچينې په قول په دې بمبار کې چې ایف ۱۶ الوتکو هم پکې برخه درلوده، ۲۴ توغندي توغول شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې په دې سیمو کې د امریکايي هوايي ځواکونو د کوم برید په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

دا برید وروسته له هغه کېږي چې چين له طالبانو سره د خپلو اړیکو خبره وکړه او په ډاګه يې کړه چې نفوذ پرې نه لري.

امریکا د خپلې دفاعي ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې د دې ستراتېژۍ ډېر تمرکز به له سترو ځواکونو سره پر سیالۍ وي.

افغان چارواکو د دې هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x