افغانستان

د روسیې سفیر معصوم ستانکزي ته: خپله ناکامي د بل پر اوږو مه اچوئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان د ملي امنیت د رییس هغه څرګندونې رد کړې، چې روسیه او ایران یې له طالبانو سره په لاس لرلو تورن کړي وو.

الکساندر مانتیتسکي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې افغان چارواکي پخپله جګړه کې ناکام شوي؛ خو خپله ماتې د روسیې پر اوږو اچوي.

نوموړي وویل، له طالبانو د روسیې د ملاتړ خبره بې بنسټه ده. افغان حکومت له طالبانو سره په جګړه کې ناکام شوی او اوس دغه ناکامي پر روسیې تپي.

ده وویل، روسیې په بیا ـ بیا ویلي چې له طالبانو سره هېڅ مرسته نه کوي او نه یې ورسره کړې ده؛ ولې افغان چارواکي له طالبانو سره په جګړه کې د ماتې پړه هم پر روسیې اچوي، روسیه له طالبانو ملاتړ نه کوي او په دې برخه کې روسیه خپله تګلاره لري.

د روسیې سفیر افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې روسیه به له افغان حکومت سره خپلې مرستې روانې وساتي او تر راتلونکو شپږو کلونو کې به ۳۰ افغانانو ته په روسیه کې نظامي زده کړې ورکړل شي.

مانتیتسکي وویل، روسیه افغانستان ته له سوریې او عراق څخه د داعش د راتګ د مخنیوي لپاره بشپړ تدابیر لري او د افغانستان په سرحدي سیمو کې به خپل تدابیر دوه چنده زیات کړي.

امریکايي چارواکو هم ویلي، چې تراوسه یې له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه کوم شواهد ترلاسه کړي نه دي؛ خو افغان چارواکي وخت ناوخت له طالبانو سره د اړیکو خبرې کوي.

افغان امنیتي چارواکي تل په ګاونډیو هېوادونو او اوس پر روسیې تور پورې کوي، چې له طالبانو سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي؛ خو هم طالبانو او هم نورو هېوادونو دغه ادعاوې رد کړي دي.

تراوسه د  کابل ـ مسکو په اړیکو کې کوم ښکاره بدلون نه لیدل کېږي؛ خو د روسیې له لوري له افغان پوځيانو سره د ‍۱۰ زره کلاشینکوفونو مرسته یې تراوسه ځنډولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The Ambassador of Russia is 100% correct there is no strong government in Kabul. one clear example is Salahuldin Rabani the minister of foreign affairs, he is holding that position because he is the son of late Rabani and he belongs to so called Jamiat Party. And another example is the removal of Ata Mohammad Noor the ex governor of Mazar-i-Shariff the president fired him and he doesn’t want to leave. and further more the Taliban fighters are living inside Afghanistan.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x