ټکنالوژي

له انټرنیټ پرته یوټيوب استعمال کړئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغانستان کې کمزوری انترنیت څخه ټول شکایت کوي، بیا له وایفای پرته پر یوټیوب ویدیو کتل اوس یو خوب ګرځېدلی دی. ګوګل او یوټیوب د کمزوري نیټ ستونزه درک کړې او د یوه بریده یې د حل لاره ورته موندلی دی.

ګوګل تېر کال YouTube go  په نوم اپلیکشن په هند، تایلنډ، اندونیزیا او نایجیریا په شمول په ۱۴ هېوادونو کې معرفي کړ او موخه يې دا وه چې خلک  د خراب او کمزوري انټرنیټ خدمتونو له کبله د ویدیو بفرنګ (په اسانه کلمو: هغه تور یا سپینه دایره چې د ویډيو د بندیدو پر مهال تاویږي)، او نورو ستونزو څخه وساتي.

اوس ګوګل غواړي چې دغه اپلیکشن په ۱۳۰ نورو هېوادونو کې وړاندې کړي او مهمه خبره په کې داده چې په ډير کم او کمزوري انټرنیټ باندې هم دا اپلیکشن کار ورکوي او ډيټا (ام بي) هم کمه مصرفوي.

په اسانه الفاظو یې ووایو دغه نوی یوټيوب استعمالونکو سره د ډيټا (ام بي) په کم مصرفولو کې مرسته کوي، ګوګل دغه اپلیکشن د فیسبوک سره په رقابت کې بازار ته راویستی ځکه فیسبوک هم اوس په کم مصرف استعمالونکو ته ویډیوګانې وړاندې کوي.

د دغه اپلیکشن یوه ځانګړنه دا هم ده چې له یوټیوب څخه خپل مبایل یا میموري کارډ ته هم ښکته کولای شئ چې بیا یې هر وخت له انټرنیټ پرته کتلای شئ. همدا راز کله چې ویدیو ښکته کوئ نو د ویدیو کوالټي او د ویدیو سایز (یعنی څومره ام بي انټرنیټ به پرې مصرفیږي) هم ورکول کیږي څو استعمالونکی وار تر مخه هغه څه انتخاب کړي چې ډیټا يې پرې کمه مصرفیږي.

همدا راز یو بله ځانګړنه د لوکل شیرنګ ده چې د بل په نېږدې کمزوري انټرنیټ په خپل مبایل د بلوتوت له لارې ویډیوګانې وګورې.

په دغه اپلیکشن کې د 720p څخه لوړ کوالټي ویډیوګانې نشته بلکې ډیری ویډيوګانې به 144p  او 360p  وي چې د مبایل لپاره تر یوه حده مناسبه کوالټي ده.

دغه اپلیکشن له لاندې لینک څخه ښکته کولای شئ.

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.google.android.apps.youtube.mango&hl=en

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx