د کرېکټ بورډ او هند سفارت ترمنځ د لوبغالو جوړولو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ، افغان حکومت او د هند سفارت ترمنځ په افغانستان کې د کرېکټ د پراخوالي او لوبغالو جوړولو لپاره یو درې اړخیز تړون لاسلیک شو.

ددغه تړون له مخې به د هند په مرسته د افغانستان په دریو ولایتونو کې د کرېکټ د پرمختګ لپاره ۱۷ لکه او ۶۰ زره ډالر لګښت کیږي.

په دغو ولایتونو کې بلخ، کندهار او لوګر شامل دي، چې په بلخ ولایت کې به د لوبغالي په جوړیدو یو ملیون ډالر لګښت راځي، ۳۶۰ زره ډالر لګښت په کندهار کې د لوبغاړو میلمستون لپاره ځانګړې شوي او ۴۰۰ زره ډالر به د لوګر لوبغالي په جوړولو ولګول شي.

دغه تړون د کرېکټ بورډ چارواکو، د ګډ حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبد الله او په افغانستان کې د هند لوی سفیر من پریت ووهرا ترمنځ په سپېدارې ماڼۍ کې لاسلیک شو.

له دې وړاندې هم د افغانستان په څو ولایتونو کې د کرېکټ لوبغالي جوړ شوي، لکه په کندهار کې تېر ۲۰۱۷م کال یو لوبغالی د ګټې اخیستو لپاره چمتو شوی و، همدا ډول په هلمند او پکتیا کې هم د کرېکټ لوبغالي چارې پېل شوې دي او ډیر ژر به سرته ورسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د