افغانستان

عاجل خبر: په هرات کې دهندپه کونسلګرۍ حمله شوې

 یو تازه رارسیدلی خبر کاږي دهرات ولایت په مرکز کې میشت دهند هیواد په کونسلګري باندی ډلیز برید ترسره شوی. خبر زیاتي یو شمیر حمله کوونکي دکونسلګري اړوند یوې ودانۍ ته ننوتلي او هلته یې سنګر نیولی،په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دکونسلګري له ودانۍ نه داور لوخړې پورته کیږي او ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې .

وروستي رارسیدلي خبرونه وايي چې دحمله کوونکو مقاومت لا اوس هم دوام لري سیمه ته دګڼ شمیر امنیتي عسکر رسیدلي خو جګړه یې نه ده قابو کړې.

تر دې دمه دحملې مسولیت چا په غاړه نه ده اخیستې او دا لا هم نه دي جوته شوې چې دحملې اصلي هدف کوم ځاي دي ، یوې سرچینې ویلي چېرته چې حمله کوونکو سنګر نیولی دا یوه نیمه سازه ودانۍ ده . سرچینه زیاتوي داسي ښکاري چې اصلي هدف دې ودانۍ ته څیرمه دولتي تاسیسات دي چې د مهال د درنو وسلو تربرید لاندې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx