ورزش

د میکسیول په زړه پورې سلیزې انګلستان مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د استرالیا او انګلستان ترمنځ په شل اوریزو سیالۍ کې د میکسیول په زړه پورې سلیزې استرالیا انګلستان ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه انګلستان ترسره کړه او د ډیویډ ملان پنځوسیزې په مرسته یې استرالیا ته په شل اورونو کې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د استرالیا لوبډله په پېل کې له ستونزو سره مخ شوه، خو میکسیول په یوازې ځان ۱۰۳ منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې بریا ورکړه، د نوموړي په زړه پورې سلیزه کې ۴ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې شاملې وې.

همدا ډول یې د ۱۰ منډو په بدل ۳ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

له شورټ او میکسیول پرته د استرالیا هیڅ لوبغاړي تر لسو زیاتې منډې جوړې نه کړې خو بیا هم بریا ددوی په برخه شوه.

استرالیا ټاکلی هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو په ۱۸.۳ اورونو کې ترسره کړ.

د استرالیا، انګلستان او نیوزېلنډ ترمنځ درې ملکي شل اوریزو لړۍ روانه ده چې په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې هم استرالیا نیوزېلنډ ته ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx