fbpx

پلچرخي: ښايي په اعدام محکوم طالبان د شکنجو په واسطه ووژل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): هغه طالب زندانیان چې د دولت قضايي ارګانونو په اعدام محکوم کړي او روانه اونۍ يې د اعدامېدو اوازه وه، تر سختو شکنجو او تعذیب لاندې دي.

نن ټکی اسیا د څرخي پله زندان څخه داسې معلومات ترګوتو کړي، چې دولتي عسکر نوموړي محبس ته ورغلي او په اعدام د محکومو بندیانو په تعذیب او شکنجو یې لاس پورې کړی.

د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې ګواښ کړی و چې که زنداني ملګرو سره یې ناسم چلند وشي نو په دې قضیه کې ښکیل امنیتي او قضايي ارګانونه به یې د غبرګون بیه پرې کوي.

د محبس دننه سرچینې وايي چې د طالبانو له خبرداري وروسته یاد بندیان بیرته خپلو خونو ته یووړل شول، چې له کبله یې خلکو ګومان کاوه، چې دولت یې د اعدام له پرېکړې لاس په سر شوی دی.

خو وروستي راپورونه جوتوي چې لا هم دولت د طالب بندیانو د اعدام بدیلې لارې چارې لټوي، او ښايي دا ځل یې د دار د تختې په ځای د تعذیب او شکنجو لاندې ووژني.

وړاندې طالبانو د خپلو زنداني ملګرو د اعدام په چاره کې ټولې شریکې ادارې ګواښلي وې او خبرداری یې ورکړی و چې د طالب بندیانو د اعدام هڅه به سخت غبرګون ولري او مسئولیت به یې هم د دولت د امنیتي او قضايي چارواکو په غاړه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

یو دولت چی خپله د کقر د استعمار لاندی ژوند کوی او اسلامی شریعت پکی نافذ نه وی هغه څنګه ځانته دا حق ورکوی چی په چا باندی د اعدام حکم صادر کړی د اعدام حکم د شرع مطابق صادریږی او داهم د شرم ځای دی چی د کفر د خوشحاله کولو لپاره خپل افغانان په خپل لاس شهیدان کړی الله دی تاسی بیشرمه او غلامه طبقه خاوری ایری کړی .