نړۍ

اسلام اباد: پښتانه د احتجاجي ناستو له لارې د خپلو حقونو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کراچۍ ښار کې د پوليسو له لوري په جعلي پوليس مقابله کې د وژل شوي پښتانه ځوان نقیب الله مسيد له وژل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره قبايل او د خیبر پښتونخوا پښتنو په ګډه په پلازمېنې اسلام اباد کې احتجاجي ناستې پيل کړي او له واکمن نظامه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

دغې احتجاجي ناستې ته وينا کوونکي وايي، تر هغو به خپلو کورونو ته ستانه نشي، تر څو، چې د نقیب الله مسيد قاتل د پوليسو افسر (راو انور) او نور ملګري يې نه وي محاکمه شوي.

دغې احتجاجي ناستې ته پاکستاني ملتپال سياستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپلو خبرو کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يوازې نقيب مسید نه دی وژلی، بلکې زرګونه بې ګناه پښتانه يې وژلي او د څو مخالفينو لپاره يې د لکونو پښتنو کورونه ويجاړ کړي او بايد د دې ويجاړيو ځواب ووايي.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د مسید قبايلو استازو ته ډاډ ورکړی، چې د نقیب مسيد د وژنکو نيولو او محاکمه کولو لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي. د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي القضات ثاقب نثار هم د سند پوليسو ته امر کړی، چې د نقيب مسيد قاتل د پوليسو افسر ژر تر ژره ونيسي.

د پاکستان وتلي ژورنالېست حامد میر هم دغې احتجاجي ناستې ته په وينا کې وويل، چې د نقیب قاتل يوازې د کراچي د پوليسو مشر راو انور نه دی، بلکې د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف هم د زرګونو قبايلو قاتل دی او اوس له هېواده تښتېدلی دی.

حامد مير ټينګار وکړ، چې احتجاج کوونکي دې له حکومته په ګډه د پروېز مشرف د راوستلو او محاکمې غوښتنه وکړي او تر هغو دې خپله ناسته پای ته نه رسوي، تر څو، چې د شهيد نقیب په ګډون د قبايلو تر ټولو ستر قاتل جنرال مشرف نه وي محاکمه شوی.

که څه هم محمود خان اڅکزی، د ملي عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او لسګونو نورو سياستوالو دغې احتجاجي ناستې ته ويناوې کړي، خو زرګونه قبايلي مشران، ځوانان او عام خلک په دغې احتجاجي ناستې کې شپه ورځ حاضر وي او له واکمن نظامه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

دغه احتجاج کوونکي په خپلو شعارونو کې «د پښتنو لانګ مارچ» «د شهيد نقیب لپاره انصاف» «دا څنګه ازادي ده، چې موږ په کې وژل کېږو» او لسګونه نور شعارونه زمزمه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی پر پښتون کهول ورهمیږی الله دی د پښتنو دښمنان نیست نابود او وړانده کړی یا الله ته پښتنو کی یوالی راولی او ټول په یو ټغر کړی آمین یارب العالمین

غ.حضرت

وروره! (یوه ورځ ملانصرالدین په تلوار را ځغاستی، پداسی حال کی چه څېره ئې هیجانی او ژیړه غوندی ښکارېده او ستونی ئې د یو ډول خوښۍ او خوشحالۍ له کبله وچ وچ کېدی خپلی ښځی ته ئې چه د غړه کی په شاربلو بوخته وه په رېږدولی آواز وویل چه ښځی! څو شېبې مخکی می یو څوک د حتمی مرګه وژغوری، ښځه ئې هم هیجانی شوه او په ذوق وهلی ږغ ئې وویل چه ښه کیسه وکه! نصرالدین خان ورته وویل: د کوڅې په سر کی یو څوک مخته راته ودرېدی او راته ئې وویل: سړئ اکا که دی پنځه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x