افغانستان

پکتیکا: اربکیانو اته قومي مشران له هېواده وشړل

د پکتیکا د اومنې ولسوالي د زواکې په کلي کې د عیدمحمد او شیرین په مشرۍ د اربکیانو دوو پوستو په یاده سیمه کې اته قومي مشران له هېواده وشړل.اربکیانو له دې اتو قومي مشرانو نه يې یو ـ یو لک کلدارې هم وړې دي، او هم يې نهه میاشتې د سیمې پرېښودو ته اړ کړي دي. د سيمې د خلکو په خبره اربکیانو دغه قومي مشران ځکه هېواد پرېښودو ته اړل کړل، چې هغوی اربکیان په کلي کې له بچه بازۍ او بداخلاقۍ راګرځول او تل به يې پرې نيوکې کولې.د پکتیکا چارواکو د دې اتو قومي مشرانو د شړلو اړوند چوپتیا ښوودلې او لکه د هر بل ځای د اربکیانو دغه کړنه يې ناليدلې ګڼلې ده.

یاد قومي مشران، حاجي سیلاني، ملا جان محمد، حاجي رازمحمد، حاجي پاچا، حاجي عبدالمتین، حاجي محمد، حاجي شریف الله او حاجي روزي خان نن له یادې سیمې وتلو ته اړکړل شول.
دوی نن ټکی اسیا ته وویل: «له موږ نه يې یوـ یو لک کلدارې واخیستې، موږ ډېرې زارۍ ورته وکړې چې اخردا پیسې ولې رانه غواړئ؟ هغوی ویل چې که يې ظلم بولئ که هرڅه، دا پیسې باید راکړئ او تاسې باید لاړشئ.»
دا چې دې مشرانو ولې د پکتیکا چارواکو ته شکایت نه دی کړی، هغوی وویل، چې په اربکیانو هر اربکی د خپل سرقوماندان دی، هلته والي او وزیر مانا نه لري.
تېر کال هم د پکتیکا په سروبي ولسوالي کې اربکیانو له کورونو سل ـ سل زره کلدارې ټولې کړې وي، چې د سیمې یو تن اوسېدونکي قاري رفیع الله په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي مشر عزیزالله ته شکایت وکړ، هغه ورسره دمرستې وعده وکړه او ډاډ يې ورکړ چې سبا به دی پخپله سروبي ته ورځي.
د اربکیانو مشر سروبي ته په رسېدو قاري رفیع الله د خپلو اربکیانو د پوستې مخې ته په ډزو وویشت او درې ورځې يې جسد په پوسته راځړولی و.
یاده دې وي د پکتیکا اوسېدونکو څوځله آن تروزارته خبره شکایات رسولي خو مسوولو کسانو يې غږ نه دی اورېدلی.
په یاده سیمه کې د دې اتو قومي مشران په شړلو سربېره تراوسه له دې کلي نه شپږ ملایان، څوارلس د ښوونځي زده کوونکي او دوه دېرش د مدرسې تر دیارلس کلنۍ ښکته طالبان شړل شوي دي.
د سيمې د اوسېدونکو په وینا اربکیانو له مشرانو یوـ یولک کلدارې غوښتې او له هر کور نه دمیاشتې دېرش زره کلدارې ټولوي، چې په دې ډول دوی وله دې درې سوه کوره کلي نه په میاشت کې (۹۰۰۰۰۰۰)نهه میلیونه کلدارې ټولوي.چې د دوی د چور په وړاندې ممکن عام وګړي ولسي د طالبانو په ملاتړ ولسي پاڅون وکړي.

یاده دې وي چې پرون د دې کلي د پوستې په قوماندان شیرین د اصغر پر زوی د ماین درنه چاودنه شوې، چې څلورنور اربکیان سخت ژوبل او د شیرین د مرګ خبر نن ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x