نظــر

فاشېزم مدیریت

بازمحمد *منګل*

مخکې له دې چې فاشېزم [دیکتاتور] مدیریت خبرې وکړو نو لازمه ده چې په دې پوه شو چې فاشېزم څه ته وایی او له کوم ځایه یې سرچشمه اخېستې، او د هېواد په ګټه ده او که په توان:

ګرانو لوستونکو!

فاشیزم څه ته وایی ؟

فاشېزم اصطلاح لومړی ځل لپاره ایتالیاوی دیکتاتور موسولینی لخوا په 1923 زیږدیز کال کی په ایتالیا کی منځ ته راغله او دی ته ورته ناسیزم په جرمنی کی فلانژیزم په هسپانیه کی دی همدی ایدیولوژی پر بنسټ منځ ته راغلل فاشېزم له هغه روش او حكومت څخه عبارت دى چې په افراطي اندازه دسته جمعي استبداد منځ ته راوړي او کولی شو ووایو چی دا نظام د فیوډالیزم او کمیونیزم ترمنځ واقع شوی دی.

فاشېزم د لاتيني fasces کلمی څخه اخيستل شوې چی تبر ته ورته د یوی نښي په معنا ده چی د پخوانیو رومی حکم چلونکو په بیرغونو به کښل کیدو او د هغوی د ځواکمنتیا نشه به وه مخکی له دی چی یوه ایدئولوژی قبوله شی د حکومت کولو یوه لاره ده چی د لاندی دریو اصولو پر بنسټ ولاړه ده لومړی فردی حکومت ‘ دوهم واک او حاکمیت ‘ دریم دولت او افراطی ناسیونالیزم .

په فاشیستی نظامونو کی څوک چی په واک کی وی صلاحیت یی د قانون څخه لوړ دی

په دی نظام کی حکومت له زور نظامی قدرت ، سیاسی فشارونو ، ټولنیز تبلیغات او هر هغه څه چی دولت یی په واک کی لری ګته پورته کوی او فردی خپلواکی محدودوی او هر ډول مخالفتونو څخه مخنیوی کوی

د فاشیستی نظامونو ځانګړتیاوی

1 په دی باور نه لری چی سوله گتوره ده

2 بشری مساوات نه منی

3 داسی,نظام چی په دروغو ولاړ وی د تاوتریخوالی او زور څخه کار اخلی

4 توکمیز توپیر او ناسیونالیزم

5 نړيوال حقوقو ته درناوی نه کوی

6 ولسواکی لیبرالیسم او د سوسیالیسم نه منل

7 اتل پالنه هیروئسم او میلتیاریسم

8 بی له حده د رهبر پاک ګنل

9 یو ګوندیز حکومت

متاسفانه زمونژ په هیواد کی هم چی کله کورنۍ جگری پیل شوی بعضی رهبران دی همدی ایدیولوژی تر تاثیر لاندې راغلل اوتر اوسه پوری هڅه کوی چی دی ډول فکر ته په ټولنه کی وده ورکړی .

دغه فکر زموږ په بعضو اداراتو کې فاشېزم مدیریت ته لاره هواره کړې ده، چې غواړم په دې هکله یو څو کرښې له تاسو ګرانو لوستونکو سره شریکې کړم.

زموږ په ټولنه کې اکثره مشران او حتی د یوه کوچنۍ ادارې مشره په دې رنځ اخته شوې دي، هغه اصول او مقرارات چې قانوني اصل لري هغه د پښو لاندې کوي. هغه قانون چې د ده د اداره او شخصاً ده ده په ګټه وي هغه په خپلو کار کوونکو پلي کوي. لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې زموږ د خلکو اقتصادي حالات ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب او په بد وضیعت کې قرار لري نو مجبور دي د داسو مشرانو غېر قانوني کړنې چې دوی ته قانوني ښکاري غاړه کېږدي. په فاشېزم مديریت کې قانون تر پښوو لاندې کېږي.

بله مهمه نقطه دا ده چې په داسې مديریت کې مساوات د کار وېش او د یو شخص وړتیا او استعداد ته فکر نه کېږي هر څه چې د فاشېز مدیر خوښ شول یعنې هر هغه څوک چې د ده هر امر تابع وي که هغه کار د ټولنې په توان هم وي مخالفت نه وسره کوي داسې اشخاصو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر امتیازات په نظر کې نیسي او لوړ پوستونه په واک کې ورکوي. دا په هغه مشرانو او اداراتو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر لېدل کېږي چې مشران یې کم سواده یعنې د زده کړې کچه یې ټیټه وي، خپل ځان ورته جمیل الکملات ښکاري.

ګرانو لوستونکو الله ج له داسې مشر نه ساته. دلته د مساواتو په نوم څه نه لیدل کېږي. دا ځکه چې د مساواتو او د کار وېش په سیستم نه پوهېږي او لار ترېنه ورکه وي.

نو په فاشېزم مديریت کې کار کول د هر شخص لپاره له دیوال سره سر جنګول دي، محیط په کې خسته کن وي که کار د زیات وي او که کم خو شخص به ستړی ستومانه به وي.

په فاشېزم مديریت کې تل د یو شخص ګټه وي، چې همدا ګټه دا مشر د غرور لوړو څوکو ته رسوي په نتیجه کې ځان لوړ ګڼي او تل خپل ځان ورته پوه ښکاري. دبل ښه کار ورت اشتباه ښکاري. چې دا کړنه یې هم خپلې ادارې ته او هم ټولنې ته په نقصان تمامېږي. نو په داسې مدیريتو کې یو شخص او ټولنه پرمختګ نه شي کولی، تل د ټولنې پرمختګ مخه نیسي.

په فاشېزم مدیریت کې تل له زور او ځواک څخه کار اخېستل کېږي، اصول پکې په نیست شمېرل کېږي.

یو لوی زیان هغه کارکوونکو لپاره ده چې په داسې محیط کې کار کوي هغه دا ده چې دوی به هیڅکله پرمختګ ونه کړي. ځکه چې په فاشېزم مدیریت کې د کارمندانو یعنې کارکوونکو لپاره چانس نه شته، تل باید د خپل ارباب د امر لاندې کار وکړي او ارباب نه غواړي چې دوي یعنې کارکوونکو یې پرمختګ وکړي.

له شاته پاتې کیدو څخه ځان وستئ، په هغو اداراتو کې ځان ته ځایونه پیدا کړئ چې هلته فاشېزم نه وي او هلته علمي کدرونه وي او ستاسو د پرمختګ هیلې پکې لېدل کېږي.

هر هغه مدیریت چې په هغه قانون ماتونه، له زور او ځواک کار اخېستنه، او غیر منظم سیستم موجودیت ولېدل شي د فاشېزم مدیریت په نوم یادېږي.

داسې مدیریتونه د ټولنې هغه کسان خوښه وي چې د تعلیم او تحصیل کچه یې ټيټه وي او خوار فکر خوندان وي او تل د ځان منونکې وي.

الله ج د وکړي چې زموږ په ګران افغانستان کې نور د فاشېزم یعنې د دیکتاتوري نظامونه او مدیریتونه له منځه لاړ شي او یو منظم او محکم مدیریت خاوندان شو.

په دې کې اساسې رول زموږ نوی نسل یعنې ځوانان لري چې د یوه قوې عظم سره د داسې ستونزو مخه ‌‌‌‌‌‌ډب او مبارزه ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

محترم منګل صاحب ‌‌‌‌‌‌ډیره ښکلی او مطلبی لیکنه ده . دوستان دی ګټه ورڅخه واخلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x