fbpx

د کلیوالي مکاتبو فارغانو د انتخاب ستونزې

لیکوال: عبدالسمیع درانی

په عمومي سطحه د کلیو او لریو پرتو سیمو علمي سویه تر ښاره ټیټه وي، زیات شمیر فارغېدونکي یې د کانکور لپاره لازمې تیارۍ نه نیسي. خو بیا هم په اطرافونو کې ښه استعدادونه موندل کیږي. له علمي ماحولونو سره د دوی فاصله؛ ددې سبب کیږي چې د خپل مناسب انتخاب په پېژندلو کې پاتې راشي. د کانکور ازموینې ډار او کانکور ته لازم تیاری نه نیول، دوی دې ته مجبوروي چې داسې یو انتخاب وکړي چې صرف له ناکامۍ او بې نتیجه ګۍ ځان بچ کړي.

کېدای شي داسې پوهنځی یې انتخاب کړي وي چې اصلاً نه یې غواړي او وایي. یا داسې پوهنتون ته زړه ښه کړي چې یا خو د ده له شان سره نه لګي، یا هغه پوهنتون کې درس ویل ورته بیخي سخت پرېوځي. که دغسې پوهنتون وایي، ورته سخت دی، که یې نه وایي؛ چانس یې سوزي. هغه د کلي او ګودر شرم خو لا پر ځای پرېږده. دا او دې ته ورته ستونزې هغه څه دي چې د کلیوالي مکاتبو فارغان ورسره انډیوالان دي.

د دې ستونزو د حل په موخه که په هره ولسوالۍ یا هم کلیوالې سیمه کې د ځوانانو شورا یا هم د محصلینو ټولنه جوړه شي، چې محصلین، لیسانس او تر هغه پورته درجو خاوندان، دیني علماء، او منورین پکې غړیتوب ولري؛ کیدای شي ډیره مؤثره وي.

خلک وایي تجربه د علم مور ده، پر دې اساس همدا شورا کولای شي فارغانو ته ښې مشورې ورکړي، دوی د کانکور لپاره لا له وړاندې تیار کړي، په کلیو کې د کانکور امادګۍ کورسونه ورته برابر کړي، که په کلیو کې کورسونو امکان نه درلود؛ ښار کې ورته د زدکړې زمینه مساعده کړي. د ازمیښتي کانکور برنامې ورته میسرې کړي. د انتخاب لپاره فارغانو ته جلسه دایره کړي، مشوره دې پرې وکړي، د انتخاب اړوند دې همغه پوهنتون تر بحث لاندې ونیول شي، هر فارغ او انتخاب ته یې کتنه وشي، د محصلۍ دورې ستونزې دې په پام کې ونیول شي. وروسته تر سلا مشورو هر فارغ ته د هغه انتخابونه په ډاګه شي. د کانکور په فورم کې دې فارغ ته لارښونې وشي.

زما په اند دا لارې چارې کولای شي، د فارغانو په انتخاب کې مرسته وکړي. که داسې وشو د د ډیرو نورو ګټو تر څنګ فارغ به پوهنتون ښه په شوق او ذوق وایي، په ښه علمي سویه به پوهنتون هم خلاصوي. هم به د بل چا حق نه تلف کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د