افغانستان

کندز: طالبانو د بريد په پایله کې دوه پوستې ونیولې

طالبان وايي چې پرون پنجشنبه يې د کندوز په دشت ارچي ولسوالي کې مرکز ته څېرمه د اربکیانو په دوو پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې يې پوستې نيولې او اربکیان تېښتې ته اړشوي دي.د دوی په خبره په دې برید کې د یو زغره وال ټانک په شمول ګڼ شمېر مهمات د دوی لاسونو ته ورغلي دي. په همدې ورځ د همدې ولسوالي په نهر جیدپل سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې پنځلس عسکر وژل شوي دي.

طالبان په خپله خبرپاڼه کاږي، چې د د وی ملګرو په ياده سیمه کې پرون غرمه یو تعرضي برید په شا وتمباوه، چې په پنځلسو وژل شويو کې اوو تنه اربکیان او اته نورپولیسان دي.
 یاده دې وي د طالبانو د خیبر عملیاتو افغان امنیتي چارواکي راتلونو ټاکنو ته په اندېښنه کې کړي دي، طالبانو د دې بریدونو په نږدې میاشت وخت کې تر لسو ډېرې پوستې نیولي ، لسګونه امنيتي ځواکونه ورته تسلیم شوي اود ځینو ولسوالیو د سقوط راپورونه هم ورکړل شوي دي.
داپه داسې حال کې دی چې راتلونکو ټاکنو ته یواځې درې اوونۍ پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x