نړۍ

برتانيا په لندن کې ستر جامع جومات نړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د برتانيې يوه قاضي امر کړی، چې د لندن ښار په ختيځ کې تر ټولو ستر جومات «مسجد الیاس» ونړوي. دغه جومات ته هره جمعه نږدې دوه زره لمونځ کوونکي راځي او ټاکل شوې وه، چې د دغه جومات ابادي نوره هم پراخه شي او د اروپا په کچه تر ټولو ستر جومات شي، خو حکومت يې مخکې تر مخکې د نړولو پرېکړه کړې ده.

د لندن ښار يوه قاضي تېره ورځ په خپله پرېکړه کې ويلي، مسجد الياس پر داسې ځمکه جوړ شوی، چې د خلکو د اوسېدو او سوداګريزو مرکزونو لپاره ځانګړې شوې وه او بايد ونړول شي.

دغه جومات د لندن ښار په ختيځ سټراټفورډ سيمه کې دی، دا ځمکه د کيميايي مصانعو لپاره ځانګړې شوې وه، خو د اسلامي دعوتګرانو له لوري په پيسو اخيستل شوې او د اسلامي دعوت د خپرېدو لپاره يې پرې جومات او دعوتي مرکز جوړ کړی دی.

د سيمې دعوتګرانو پرېکړه کړې وه، چې دغه جومات نور هم پراخه کړي، تر څو د لسګونو زرو لمونځ کوونکو د ځايېدو وړتيا ولري، خو محکمې مخکې له مخکې دغه پرېکړه لغوه کړې او د جومات د نړولو حکم يې صادر کړی دی.

د محکمې د پرېکړې سربېره هم مسلمانان هڅه کوي، چې دغه پرېکړه له قانوني پلوه نقض کړي او د جومات د نړولو مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x