ورزش

فوټبال: د افغانستان لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

په مالدیپ کې د پیل شویو لوبو په اږدو کې افغان فوټبال لوبډلې د ترکمنستان فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه. د فوټبال فدارسیون یوه غړي علی کاظمي وويل چې په یاده لوبه کې اسلام اميري، ارش عطايي او فیصل ښایسته د دریو ګولونو په وهلو ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.لومړی ګول د لوبې په پنځلويښتمه دقیقه، دویم په دوه شپېتمه او درېیم يې په پنځه اتیایمه دقیقه ووه ل شو.

دغه لوبه پرون په مالديپ کې د روانو لوبو په لړ کې د افغان فوټبال لوبډلې دویمه هغه ده.چې لومړۍ لوبه يې له فیلپين لوبډلې سره بې ګوله مساوي راووته.
په پرونۍ لوبه کې د افغان لوبډلې له خوا اسلام اميري، مصطفی حديد، فيصل سخي زاده، اباسين علی خېل،منصور فقيريار (ګول ساتونکی)، بلال ارزو (مصطفی ځاځی)، ارش هاتفي، جلال الدين شريعتيار، يوسف مشرقي (سنجر احمدي)، مصطفی ازادزوی او فيصل ښايسته ګډون کړی و.
د افغان فوټبال لوبډلې راتلونکې لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ له لاوس لوبډلې سره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x