(۷) فزيکي نښې چې ستاسو د رواني ناروغیو سبب ګرځي

ژباړڼ: حضرت عثمان نوري

لیدلي به مو وي چې ځینې خلک د فزیکي ناروغېو لکه د سینې درد، ستوماني، د معدې درد، د سر درد او داسې نور ناروغېو سره مخ کیږي او بیا د درملنې لپاره یو مسلکي ډاکټر ته ورځي او هلته بیا د بېلابېلو معایناتو وروسته جوتیږي چې دغه ستونزه او رنځ اصلاً پېدا شوی له کوم ځای نه دی؟ او آیا دا فزیکي ستونزه ده که دماغي؟

دا ښايي د تعجب وړ وي، مګر د انسان دماغ او بدن سره نږدې اړیکې لري، ځکه خو هر ډول فشار په فزيکي روغتيا منفي اغيزه کولای شي، او انسان دغه وخت ناڅاپه دغه درد جدي ناروغي بولي. فشار او ذهني اندیښنې په بدن کې ډیرې ناروغۍ رامېنځته کوي چې موږ یې دلته ځینې نښې نښانې روښانه کوو.

لومړی: زړه نازړه کېدل

که تاسې پرلپسې زړه وهئ او د یو کار په پېل کېدو نه پوهیږئ نو دا امریکايي د متخصیصونو د بورډ یو غړی (جنی سی ییپ) دا ‌ډول چاره یوه اندېښنه بولي او زیاتوي چې خپله اندېښنه ستاسو زړه شکمنولای شي او کار ته مو نه پریږدي. کله چې تاسو اندیښنه لرئ، ستاسو دماغ هورمونونه پټوي چې دا کار ستاسو د زړه د ځورنې لامل ګرځي.

دوهم: په بدن خوله راتلل

که تاسې د معتدل یا ګرم موسم کې د کار پرمهال خوله شئ، نو لامل یې معلوم دی، چې موسم ګرم دی او د کار پر مهال د لمر د تودوخې له کبله ستاسو بدن خولې شوی دی، خو که کار هم نه کوئ او په ښه موسم کې مو په لاسونو او یا مخ خوله راتلله، لامل یې دا دی چې تاسې خورا اندېښمن یاست، او دا د ذهني فشار یوه عمومي نښه ده.

دریم: په معده بوج راتلل

که ستاسو معده خفه کیږي او په دوامداره ډول پرې بوج راځي، دا چاره ستاسو د هضم بهیر له ځنډ سره مخ کوي او ددې خطر سره ستاسو د بدن ټوله انرژي شېبه په شېبه را کمېدلی شي. که تاسې د معدې تکلیف لرئ، معده مو سوځي او جوش کوي نو لطفاً له هغو خوړو ډډه وکړئ چې د معدې تکلیف مو زیاتوي.

څلورم: هر وخت سردردي لرل

که تاسې په غم او خواخوږې کې هر وخت د فشار مخ یاست، لامل یې دا دی چې تاسو به ډېر اندېښمن شوي یاست، ځکه خو مو سر درد پېدا کوي او دا سردردونه معمولاً د ورځې په نیمايي کې پېل کیږي او ښايي د څو میاشتو لپاره دوام وکړي. د امریکې د اندیښنې او ډیپلوماسۍ ټولنې په وینا: (بیلابیلو څیړنو ښودلې چې اندیښنې او خپګان د سر درد سره تړاو لري او په دې وخت کې په خپل ځان فشار را کم کړئ.)

پینځم: هر وخت ستوماني

د امریکايي متخصیصيونو د بورډ غړی (جنی سی ییپ) وايي: کله چې ستاسو ذهن ډېر بوخت وي، نو خپلې چارې تر هغه وخته ښې مخته وړلی شئ؛ څو مو چې ذهن نه وي ستومانه شوی، که حافظه پرلپسې بوخته وساتئ او په ذهن مو د ډېر تمرکز کولو ترڅنګ ورځنۍ ناخوالې او فشارونه ګډ کړئ، نو چارې به مو د هېڅ ګټور پلان پای ونه مومي. که تاسو تل ستومانه او د ستړتیا احساس کوئ، دا د ذهني ناروغېو یوه نښه بلل کیږي.

شپږم: په یو کار تمرکز نه کول

(یپ) وایي: ستاسو حیرانتیا کولای شي چې د حیاتیژیکي یا بیولوژيکي توب غبرګون په حقیقت کې په تحلیل توان راکم کړي، همداراز نوموړی ټینګار کوي، که تاسې اندېښمن او خفه یاست، نو په پیچلې یا حتی په ساده پروژو هم په بشپړ ډول ښه تمرکز نه شئ کولای.

اووم: ټوله شپه شبګیر (بې خوبي)

خپل منفي فکرونه کولای شي ستاسې ذهن ستړی، بد او یا هم خراب کړي، که تاسې په سمه توګه خپل خوب منظم نه کړئ، نو د “هایپټیکټیک” پایله لرلی شي. کله چې هر څه پرسکون وي، په داسې حال کې چې تاسو پوهیږئ چې ستاسو فکر د اندیښنې او ځورونکي فکرونو سره ښکیل دی، دا په دې معنا ده چې ستاسو ذهني روغتیا داوطلبانه ده او تاسو باید ددې حل لاره سمدلاسه پېدا کړئ.

که تاسو له پورته ستونزو سره مخ یاست، نو پورته لارښوونې عملي کړئ؛ څو مو ذهني او رواني ستونزې پای ومومي.

پای



یوه تبصره

  1. محمديوسف واحديار

    د ښه ذهن خاوندان دغه 7 ځانګړنې لري
    هغه خلک چې بېلابېلو ستونزو ته تر هر چا ژر حل لاره راوباسي او ذهني وده یې تر نورو چټکه وي، دوی بډایه ګامونه پورته کوي او په بریالیتوب سره شته ستونزې په ډېر کم وخت کې حل کوي. ارواپوهان وايي: که تاسو لاندې ځانګړتیاوې ولرئ، تاسو د یو پیاوړې حافظې شخصیت بلل کیږئ.

    لومړی: خپل احساس او منطق توازن کړئ
    که تاسې په بشپړ ډول د موضوع په اړه پوه شئ، نو تاسو په ذهني توګه قوي یاست. همداراز د خپلو منفي او مثبتو احساساتو په اړه فکر وکړئ؛ بیا د منطق سره د وضعیت او سختو پېښو اندازه وکړئ، د احساساتو او مهارت منطق د صبر او پوهې له لارې ښه کیدی شي.

    دوهم: د بدلونونو سره سم عمل وکړئ
    بدلون او نوښت آسان کار نه دی او هر څوک یې نشي کولای، خو که تاسو په ژوند کې د نوو حالاتو سره مخ کېږئ او په مثبتو لارو خپل فکر بوختوئ او انرژي مو په سمه لاره مصرف کوئ، دا ستاسو د ذهن د وړتیا ثبوت دی. ستاسو قوي ذهن به تاسو ته توان درکړي چې تاسو خپل پام په بدو اړخونو متمرکز نکړئ.

    دریم: ژوند مو ارزښتمن وبولئ
    د قوي ذهن خاوندان کولای شي چې د خپلو اصولو او عقایدو مطابق ژوند وکړي، دوی پوهیږي چې څنګه خپل لومړیتوبونه اداره کړي؛ څو ارزښتناکې پرېکړې وکړي. ژوند ښکلی دی او ارزښت ورکول یې نور هم رنګینولی شي. که خپل ژوند او آینده روښانه غواړئ، نو ورځ په خوښۍ پېل او په بریاوو پای ته ورسوئ.

    څلورم: ماتې ته ښه راغلاست ووایئ
    بریا او شکست (ماته) سره د ورور او خور مثال لري، که ګټه غواړئ نو تاوان غواړي، ددې لپاره چې مخته ولاړ شئ او نوښت وکړئ، نو په ماتې سره مو چارې او هوډ مه ځنډوئ، ځکه د بریا په لاره کې ناکامي شتون لري او باید ویې زغمئ.

    پینځم: غوسه یا افسوس مه کوئ
    که تاسو د تېرو بدبختېو په اړه فکر کوئ، دا بیا ډېر ستونزمن کار دی چې یو ګام مخکې لاړ شئ، ځکه که تاسې تېر هېر نه کړئ او له تېرو تېروتنو مو زده کړه ونه کړئ، مخ په وړاندې نه شئ تللی، د همدې لپاره په خپلو ماتو او تېروتنو غوسه او افسوس مه کوئ او ددې پرځای خپل کار ته لا ښه پام وکړئ.

    شپږم: پرېکړه کوونکي اوسئ
    ایا تاسو فکر کوئ چې ستاسو ذهن ستاسې بریا له شک څخه ژغوري؟ دا یو حقیقت دی، که تاسې خپله حافظه په مطالعه بوخته وساتئ، نو ځان مو له ماتې ژغورلی شئ. ډیری خلک چې په نړۍ کې یې ریکارډ پریښی دی او د نړۍ نامتو پوهان شمېرل کیږي، لامل یې دا دی چې دوی خپل ذهني حالت ته ښه پام کړی دی او د یوې قاطع پرېکړې خاوندان دي. که تاسو په ژوند کې یو څه کوئ؛ دا یې ښه وخت دی؛ ځکه ستاسو ذهن په بیا بیا فعالیت تمرکز کوي چې پای به یې د بریاوو زیری ولري.

    اووم: خوښي مو په ګډه ولمانځئ
    د پیاوړې حافظې خاوندان خپلې خوښۍ ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي، لامل یې دا دی چې دوی هېڅکله نورو (بدبینه خلکو) ته اجازه نه ورکوي چې د دوی خوښي محدوده کړي. ارواپوهان سپارښتنه کوي چې خوښي ستاسو ذهن پراخوي او ذهني فشار مو ورسره له مېنځه ځي، دوی زیاتوي چې په ذهني توګه ستاسو استعدادونه ستاسو بریالیتوب څومره چې امکان لري، هومره یې ژر ثابتوي
    راټولوونکې: ډاکټر محمد يوسف واحديار

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.