افغانستان

د پښتونخوا د لاریون کوونکو غږ په کابل کې هم بدرګه کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تېرې جنوري په میاشت کې د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د یوه محسود ځوان له وژنې وروسته په پاکستان کې زرګونه پښتنو خپل غږ پورته کړ او د نقیب الله محسود د قاتل د اعدام غوښتنه یې کوله.
له خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو زرګونه پښتانه په اسلام اباد کې راټول شوي او «له موږ سره انصاف وکړئ»، «موږ مه وژنئ» او نور شعارونه بدرګه کوي.

تېره ورځ د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي لاریون کوونکو ته په خپله وینا کې وویل، چې په پاکستان کې د پښتنو عزت نه وي او بیا د پاکستان زنده باد شعار ورکوي بې غیرته دي.

اسفندیار ولي خان هم تېره ورځ لاریون کوونکو ته وینا وکړه او د لاریون کوونکو غږ یې بدرګه کړ.

ولي خان وویل« زما نه که څوک سر پرې کوي زما د وينې هر څاڅکی به چغه وهي چې افغان يم»

د نقیب الله محسود د وژنې وروسته په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو فعالانو امریکا، ناټو او پاکستان د پښتنو په وژنې تورن کړل.
ډېرو لیکلي وو، چې دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د پولې دواړه خواته پښتانه وژني او د پښتون جنوسایډ نوم یې ورکړ.

افغان دولت تراوسه په اسلام اباد کې د پښتنو لاریون کوونکو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د «د افغانستان ملي تحریک» ګوند نن غواړي په کابل کې یوه لویه غونډه د اسلام اباد د لاریون کوونکو په ملاتړ جوړه کړي.

د ملي تحریک ګوند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستاني واکمنو پر ضد د پښتنو افغانانو د ملي پاڅون په ملاتړ درنه غونډه جوړوي.

«د پښتونستان د ازادولو او د لوی افغانستان د جوړولو د ملي داعيې له ټولو مينه‌والو او لېوالو څخه په درنښت هيله کوو چې په دې ملي غونډه کې په خپل ګډون لرو افغانانو سره خپل پيوستون څرګند کړي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا اجراییه مشر اکرم خپلواک هم پر خپل ټویټر په اسلام اباد کې د پښتنو د لاریون ملاتړ کړی او دا ډول لاریونونه یې په سیمه کې د تلپاتې سولې پیلامه ګڼلې ده.

په کراچۍ کې د پښتنو مشران وايي، په تېرو څو کلونو کې د پاکستان پوځ ۵۰۰ پښتانه وژلي او سلګونه نور یې تري تم کړي، چې ډېری یې د قبایلي سیمې پښتانه دي.
په اسلام اباد کې لاریون کوونکي د نقیب الله محسود د وژنې په قضیه کې ښکېل د پولیسو افسر راو انور د اعدام غوښتنه کوي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه راټول لاریون کوونکي به کله خپلو کورونو ته ستنېږي او د پاکستان حکومت به یې څومره غوښتنې ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x