نړۍ

دارالعلوم حقانيه: په سلګونو حافظانو او علماوو ته د فراغت پګړۍ وتړل شوې

خيبرپختونخوا (۲۲ مۍ) په اکوړه خټک دارالعلوم حقانيې کې ۱۴۰۰ تنو ته د قرآن کريم د يادولو او د ديني علومو د سند د ترلاسه کولو په وياړ د فراغت پګړۍ وتړل شوې او د ارواښاد مولانا عبدالحق حقاني رحمه الله په نوم د نوي مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه،له ټولټال۱۴۰۰ تنو فارغانو څخه ۱۳۰ تنه د افغانستان د مختلفو ولايتو اوسېدونکي او پاتې نور ځايي اوسېدونکي وو.

دارالعلوم حقانيه په لومړي ځل په ۱۹۴۷ ز کال کې پيل شوې ده، په هند، افغانستان او پاکستان کې له دارالعلوم ديوبند وروسته ستر مرکز ګڼل کېږي، له هغه مهاله تر اوسه يې په زرګونو حافظان او علما ټولنې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

حافظانو او علماوو ته د پګړۍ تړلو غونډه د روانې مۍ مياشتې د پنچشنبې ورځې په ۲ بجو د دارالحفاظ د يو حافظ لخوا د عظيم الشان قرآن د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، غونډې ته د سيمې منلي، مخور او پياوړي علما راغلي وو، د عظيم الشان قرآن له تلاوت وروسته همهاله د ارواښاد مولانا عبدالحق رحمه الله په نوم د نوي مسجد د بنسټ ډبره د ارواښاد مولانا عبدالحق رحمه الله د زامنو مولانا سميع الحق حقاني او مولانا انوارالحق حقاني پرته د منلي عالم مولانا عزيزالرحمن هزاروي، مولانا عبدالقيوم حقاني او نورو مخورو لخوا د دعا په کولو سره کېښودل شوه.

خوله ور عالم مولانا عبدالقيوم حقاني د مدرسې د شاليد، راتلونکو چارو او په ځانګړې توګه د مسجد په اړه ولوله انګېزه وينا وکړه، په غونډه کې له ناستو سلګونو ګډونوالو زياترو د مسجد د ودانۍ د جوړولو لپاره مالي مرستې ومنلې. غونډې ته د افغانستان او پاکستان له مختلفو سيمو ګډونوال راغلي وو.

دا چې هوا ډېره توده وه، حافظانو او علماوو ته له لوړې ورکولو وروسته د بخاري شريف اخري حديث او دعا د مولانا سميع الحق حقاني ولوستل شوه، په دعا کې د سيمې او اسلامي امت د ستونزو د حل لپاره له الله جل جلاله مرسته وغوښتل شوه.

یاده دي وي چې له تېرو دوو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې حافظانو او علماوو د فراغت پګړۍ په سرکولو په وياړ غونډه ته نېټه ټاکل کېږي او په زرګونو خلګ په کې ګډون کوي.
 
جمعه خان نائل – اکوړه خټک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x