افغانستان

خوست: د دولتي ځواکونو عملياتو کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل)د خوست ولايت په تريزايي او عليشرو ولسوالۍ کې د “کمپاين” په نوم دولتي ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحنان ځدراڼ وايي، دغه عمليات د کمپان ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د بټۍ تاڼې په سيمه کې کړي دي.

په دغې ولايت کې د کوچيانو شورا غړي حاجي ګل مرجان امريکا غږ ته د اوو کسانو وژل کېدل تاييد کړي دي.

د وژل شويو کسانو يوه ورور علي جان وايي، ورونه د بټۍ تاڼې په سیمه کې اوسېدل او دی نن سهار خبر شوی چې د عملياتو پر مهال يې پنځه ورونه، يو وراره او يو د تره ځوی وژل شوي دي.

نوموړی وايي، وژل شوي کسان عامو ژوند درلود او له هيڅ کومې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.

په خوست کې ميشت د کمپاين ځواکونه وخت ناوخت د دغې ولايت په ځينو سيمو کې عمليات کوي او له رسنيو سره هيڅ ډول معلومات نه شريکوي.

دا په داسې حال کې ده، په دې وروستيو کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په شپنيو چاپو کې زياتوالی راغلی، چې تر ډېره پکې ملکيان، دينې مدرسې، ځينې اطرافي بازارونه په نښه کېږي او مرګ ژوبله يې هم ملکي خلکو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x