افغانستان

ایران افغان حکومت ته ۶۱۷ افغان بندیان سپارلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغان چارواکي وايي، له ایران سره یې د بندیانو د لېږد قانون د لاسلیک وروسته ایران ۶۱۷ افغان بندیان حکومت ته سپارلي او د پاتې بندیانو د لېږد چارې هم روانې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت په بهر کې د خپلو وګړو د حقونو د دفاع لپاره له ایران سره د بندیانو د لېږد تړون لاسلیک کړی، چې حقوقي مسئلې به یې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي.

اوس مهال په ایران کې ۵۱۲۴ افغانان بندیان دي، چې له ډلې ۶۱۷ تنه افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

په ایران کې ډېری نیول شوي افغانان د مخده توکو د قاچاق او په ایران کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي دي.

په ایران کې اوس مهال سلګونه افغان بندیان د کوم جرم پرته نیول شوي او کلونه ـ کلونه یې د بند سزا لیدلې ده.

په ایران کې د مخدره توکو قاچاق کوونکو د اعدام سزا ټاکل شوې او لسګونه افغانان یې اعدام کړي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x