نظــر

له بدخشان تر ننګرهاره / لیکوال: فاتح کاروان

د افغانستان د اسلامي امارت له لوري  اعلان شوي دخــیبر عملیات په پوره شور او زور سره روان دي، الحمدلله د ګران هیواد په ګوټ ګوټ کې اشغالګر صلیبیان او داخلي ګوډاګیان یې تر سختو کاري بریدونو لاندې دی، که څه هم  چې غربي رسنۍ او په هیواد کې میشت  بې ضمیره خبریالان په مسلسل ډول بې اساسه تبلیغات کوي چې ګواکې د مجاهدینو له لوري اعلان شوي دخـــیبر عملیات ډير مؤثر نه دي

  خو اوس ټول  افغان ولس او نړیوال په دی پوه شوي چې دښمن نوره حوصله بایللی او یواځې په درواغجنو تبلیغاتو ځان ته تسلي ورکوي، که ووایو چې دښمن په خپله خپل ځان خوشحالوي نو مبالغه به مو نه وي کړي، حال دا چې حقیقت ډير تریخ دی، پلورل شوي خبریالان او پردي پاله رسنۍ خو همدې کار ته استخدام شوي دي چې دصلیبي نیواکګرو او داخلي لاسپوڅو په اړه يې  درواغجن او بې اساسه تبلیغات وکړي، که چیرته رسنۍ خپله دغه ورسپارل شو ی دنده په ښه ډو ل مخ ته یو نه سي  نو ورځنۍ مزدوري او بې دریغه امتیازات به یې په ټپه ودریږي، همدې نقطې ته پام سره داخلي او خارجی رسنیو په پوره اخلاص د کلیسا او ګرجې خدمت ته ټټر وهلی دی.
له کومې ورځې چې دخیبر مبارک عملیات پیل شوي  نو د الله جل جلاله په ځانګړي فضل مجاهدین هم په پوره استقامت، لوړه حوصله او اتلواله میړانه  د دښمن پر وړاندې  په ګرمو عملیاتو بوخت دي، دخـــیبر دعملیاتو لومړۍ ورځ د جلال آباد په ښار کې د ګوډاګۍ ادارۍ د عدلیي ریاست په نښه شو؛ چې دښمن ته  یې درنه مرګ ژوبله واړوله، په ورپسې قدم کې هیواد د ګوټ ګوټ کې  چریکي او مخامخ بریدونه پیل شول، په دې بریدونو کې د کندهار په سپین بولدک کې د ۴ تنو استشهادیانو له لوري په داخلي دښمنانو تندریز برید د دښمن  پښې ولړزولې، د څو تنو قوماندانو په شمول یې شاوخوا ۴۰ تنه قتل او ټپيان کړل،په دی عملیاتو کې دښمن دومره سخته ضربه وخوړه چې وروسته یې غصه زموږ د اتلو شهیدانو په بې روحه اجسادو سړه کړه، دا هم د دښمن د لویدلو اخلاقو او بزدلۍ یوه بله نمونه ده، دجلال آباد او کندهار ټپونه یې لا نه وو رغیدلي چې  یو ځل بیا په بدخشان ولایت کې په مزدورو ملیشو داتلو مجاهدینو له لوري  بریالي عملیات ترسره شول د کومو عملیاتو په پای کې چې د یمګان ولسوالي په بشپړ ډول فتحه شوه.
بدخشان یو شمالي ولایت دی  د پردیو تر چتر لاندې روزل شوي دښمنان  د جنوب په نسبت د هیواد شمال ته ډیر  خوشبین وو مګر د هیواد په شمال کې هم  زموږ غیرتي ولس داسې بچې روزلي چې  چا یې فکر هم نه شو کولای، په دې وروستیو څو میاشتو کې د بدخشان ولایت دری ولسوالۍ داسې دي چې د چټکو جهادی فعالیتونو شاهدي ورکوي، وردوج، جرم او یمګان  هغه ولسوالۍ دي چې  مجاهدین په کې پراخ حضور لري، د مجاهدینو همدا فعالیتونه او هلته د پام وړ حضور د دې سبب شوی چې دښمن د ګران هیواد د تجزیې فکرونه نا مکمل وګڼي، هو موږ لکه د تیر په څير بیا هم خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې د یو متحد افغانستان د ساتلو په لاره کې به په هیڅ ډول قربانۍ دریغ ونکړو او کله به هم چاته اجازه ورنکړو چې  زموږ ولسونه سره بیل کړي.
یوه خبره دلته مهمه ده چې  باید یادونه ترې وشي هغه دا چې ځینې رسنۍ داسې تبلیغات کوي چې ولې د خارجیانو په نسبت داخليانو ته زیات تلفات اوړي؟ د دې  اعتراض په ځواب کې موږ دومره وایو چې د دې ټولو تلفاتو مسؤلیت پخپله د داخلي دښمنانو پر غاړه دی، وګورۍ  خارجي اشغالګرو خپلې ګزمی او پوځې عملیات خورا محدود کړي دي او  تر ډيره ځایه خپل عملیات په هوايي ځواکونو ترسره کوي چې دا د صلیبي نیواکګرو د ماتې  ښه دلیل دی؛  همدا ډول خپل پوځيان یې د وړو وړو پوځي بارکونو پرځای  لویو پوځې مرکزونو ته راغونډ کړي متأسفانه چې  داخلي لاسپوڅي یې  په ډير اخلاص  دفاع کوي، مجاهدینو ته لاره نه ورکوي چې د صلیبي نیواکګرو لوی پوځي او سیاسي مرکزونه په نښه کړي نو طبعاً تلفات هم ډير داخلي ګوډاګیانو ته اوړي .
بهرحال خبره مو عملیاتو د تسلسل کوله، وروسته تر بدخشانه ننګرهار هغه ولایت دی چې یرغلګرو او اجیرانوته یې په دې مبارکو عملیاتو کې  ډيره مرګ ژوبله اوښتی، تیره ورځ یعنې د مۍ د میاشتې  په  ۲۰ نیټه مو خبر درلود چې ((په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د پچيراګام ولسوالۍ په پاس صبرچنارګي سيمه کې يې د دښمن په ګزمه وسلوال بريد ترسره کړ
بريد تېره ورځ مازديګر ناوخته د يوکمين په ترڅ کې صورت وموند چې تر ډېره يې دوام وکړ .
د بريد په مهال ۴ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۷ تنه نور سخت ژوبل شول، په دې سربېره ۳ زغروال ټانګونه هم تخريب شول))
په همدې ترتیب مو بل خبر له بګرام نه درلود: ((د بګرام هوايي ډګر په دروازه کې درانه انفجار، کاسټر ویجاړ ګڼ جاسوسان او قراردادیان قتل کړل
نن ۱۰ بجې د بګرام هوايي ډګر په ورودي دروازه کې هغه کاسټر موټر د درانه انفجار په مټ ویجاړ کړل شو چې هره ورځ يې د بګرام هوايي ډګر ته، امریکايي جاسوسا، قرارداديان، ترجمانان او فاحشه ښځې انتقالولې.
د درنې چاودنې له امله کاسټر موټر مکمل ویجاړ شوی پکې سپاره له شلو ډیر کسان قتل او ټپیان دي.
دغه کاسټر موټر له مودو راهیسې د مجاهدینو ترڅار لاندې وو چې نن ورته وار برابر شو او سپاره يې د خپلو شومو کړونو په سزا ورسیدل؛ د مۍ د میاشتۍ ۲۱ نیټه))
که څه هم کوچني او روزمره بریدونه په پوره شدت سره دوام لري خو دا لوی بریدونه بیا داسې وي چې د دښمن ملا ور ماتوي لکه د مۍ د میاشتې د ۲۱ نیټې یو بل په زړه پورې خبر: ((ننګرهارولایت حصارک ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن غرمه ۱۱ بجې دخیبرعملیاتوپه لړکې ددي ولسوالۍ په مرکزکې داسلامي امارت داستشهادي کنډک دیوه تن قهرمان فدايي مجاهدله لوري دواسکټ په مټ فدایي بریدترسره شو

لمړني معلومات ښېي چې په دي اتلوال بریدکې امنیه قومندان د ۷ پولیسوپه شمول ځای په ځای قتل او ولسوال عبدالخالق له 9 ملګرو سره سخت ژوبل شو

دیادوني ده چې په پېښه کې هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اوښتی مړه اوژوبل ټول عسکرپولیس اواربکیان دي))
د مضمون د ډیر لویوالي د مخنیوي په غرض مو له نورو  تودو پیښو نه صرف نظر وکړ ولې دومره یادول  اړین بولو چې ووایو خارجي او داخلي دښمنانو مو د اتلو مجاهدینو لخوا څلورویشت ساعته تر مسلسلو بریدونو لاندې دي، ان شاءالله لکه څرنګه چې د خیبر فتحه د اسلام په تاریخ کې پوره مقام لري همداسې به د خیبر په روانو عملیاتو کې صلیبیانو او داخلي ایمان پلورونکو ته هم تاریخي ماتې ور په برخه شي، زموږ قربانیو، زموږ د شهیدانو مبارکو وینو، زموږ د زنداني ورونو او خویندو سویو فریادونو، زموږ د یتیمانو او کونډو دعاګانو، زموږ د سنګر میشتو غازیانو دنګو حوصلو رنګ راوړی، موږ د بریالیتوب وروستي پړاوونه طی کوو.

لا تر دی دمه د خیبر د عملیاتو دومره وخت نه دی تیر شوی خو دښمن ته وراوښتي تلفات ډير د پام وړ دي، موږ یو ځل بیا له ټولو هغو هیوادوالو نه هیله کوو چې د دښمن په لیکو کې دندې اجرا کوي، چې بس دی نور نو د کفر خدمت نه لاس پر سر شۍ، د خپلو نورو هغو افغانانو په څير چې هره ورځ د دښمن له لیکو ډلی ډلی راوځي او د هیواد دخپلواکۍ او ازادۍ د جنګیالیو سره یو ځای کیږي، تاسو هم نور له دې ناروا دندو نه لاس واخلۍ او د خپل دین، وطن او خلکو د دښمنانو پر ضد د مجاهدینو سره یو ځای شۍ، امیدلرو چې الله جل جلاله به مو په دې نیک اقدام سره تیر ګناهونه درته وبخښي، خو که له دې وروسته بیا هم تاسو خپل ضد او عناد ته ادامه ورکوۍ نو د دنیا او اخرت ذلت سره به مخ شۍ، بیشکه بری د حق وي او باطل همیشه محوه کیدونکې دی.

لیکوال: فاتح کاروان

یادونه: د لیکوالو لیکني یوازي د هغوی نظر څرګندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x