fbpx

عطاء نور: که اشرف غني «الم تر کیف» تلاوت کړي له دندې ګوښه کیږم / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولایت جنجالي والي عطاء محمد نور د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ته چلینج ورکړی چې د (الفیل) سورت په سمه توګه تلاوت کړی.

ښاغلي نور د چهارشنبې په ورځ په مزار شریف کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، «قسم مې دی په الله وي، که د (الم تر کیف) سورت یې سم تلاوت کړ، زه یوه ورځ دلته نه پاتې کیږي او دا ځای پریږدم».

نوموړي په ټینګار سره وویل چې اشرف غني د قرآن کریم دغه اسانه سورت نه شي تلاوت کولی، او که یې تلاوت کړ نو ټولې رسنۍ دې ګواه وي چې دی به د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي.

«الم تر کیف دې ووايي، مونږ ورته تسلیمیږو او د اولو الامر په توګه یې قبلوو».

عطاء نور زیاتوي چې د اشرف غني (دعاء قنوت) نه دی زده؛ نو ځکه په یو اسانه قرآني سورت چلینج ورکوي. خو نوموړي دا نه دي ویلي چې د قرآن کریم له رویه یې په تلاوت چلینجوي او که د نوموړي سورت په یادو حفظول یې مقصد دي.

تر اوسه ارګ د عطاء محمد نور د دې هیښوونکي چلینج په وړاندې چوپتیا غوره کړې.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په اړه ویل کیږي چې له دیني نصوصو سره بشپړ نابلده دی او آن قرآن کریم له مخې نه شي تلاوت کولی.

نوموړي دوه کاله وړاندې د محرم د لسمې (عاشوراء) په مناسبت خپلې وینا کې حضرت حسین رضي الله عنه د الله جل جلاله لمسی (نواسه خدا) بللی و. دغه راز یې په تاجکستان کې یوې غونډې ته ویلي و «هغه کتاب چې له نبوي احادیثو وروسته ډیر اهمیت لري، بخاري شریف دی». همدارنګه یې په هرات کې د یوې جنازې له لمانځه وروسته د دعاء پر مهال لاسونه غوږونو ته یووړل چې بیا د خپل دفتر رئیس لخوا په څنګل ووهل شو او تېروتنې ته متوجه شو. په دې لړ کې یې هغه څرګندونه هم د یادونې وړ ده چې ویلي یې و، د باران لپاره د ورځې د تهجد لمونځ کوي.

نوموړي چې ټول ژوند یې په لویدیځه نړۍ کې تیر کړی، د یوې عیسايي ښځي سره واده کړی. هغه په ۲۰۰۱ کال په افغانستان د امریکا له نظامي یرغل وروسته هیواد ته راګرځیدلی، خو اولادونه یې اوس هم په نیویارک کې اوسي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د عطا نور دا خبره چه غنی د الم تر کیف یا دعا قنوت ته شی تلاوت کولی ، بلکل سمه وایی غنی ماته معلوم دی چه له اوله پرجمی کمونست او کله چه یی رولا غنی د جنسی اړیکو ملګری شوه هغه ماسونیسته عیسوی وه غنی هم ورسره ځکه ومنله چه بی له دی هم مسلمان نه وو نو له یوه کفر بل کفر ته اوښتل راوښتل ورته کومه ستونزه نه لرله سکولریست به هم ورته وویل شی مګر بی معنی خبره ده سکولریزم کومه عقیده نه ده هغه حکومت ته ویلی شی چه له اسلام یا نورو ادیانو… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

لوي مداري عطاء نور، داکومه نوي خبره نده ټول افغانان پوهيږي چه غني داسلام دمقدس دين سره کومه علاقه نه لري او که ئي لرلي نو هيځ وخت به ئي دامسلمان مظلوم ملت په امريکايانو او داخلي ګوډاګيانونوي وژلي. اوس زه ستاځخه پوښتنه کوم، ستا خو د قران تلاوت هم زده دي او په مصنوعي ډول د اسلام د عقيدي دعوهګر هم ئي نواوس بيا راشه خپل اعمال دي په هنداره کښي وګوره. هغه وخت چه په کندوز کښي څوارلسزره مظلوم طالبان درته تسليم شول او ستا په عقيده ئي باور وکړ. مګر هغوي ټول ستا “باعقيده” انسان په امر… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

لکه چه کیسه ورځ په ورځ پرې کړی ځای ته رسیږی.
عجب!!!!