نظــر

د وژل شوي پوځي لیک

لیکوال: وحید زېری

موجوده وخت کې یو ځای جګړه کې د وژل سوي پوځي/جنګيالي په جېب کې د هغه کوم خپلوان یو لیک وموند، دا لیک پخپله همدې پوځي/ جنګيالي لیکلی و، دلته د هغه لیک ټول تفصيلات څو پوسټونو کې ستاسو درانه حضور ته وړاندي کوم. پوځي/جنګیالی لیکي:

که زه ووژل شوم زما په اړه هره خبره مه منئ، که کوم ټلويزوني پروګرام کې زما مور راښکاره سوه او ویل یې چې هغه شهادت ته ډېر تږی و او د هیواد دفاع کې یې سر بایلل افتخار باله، نو زما د مور دا خبرې یوه هم مه منئ، ما هیڅکله داخبره نه ده کړې، ما ستاسو په څیر ژوند سره مینه لرله او له مرګه مې هر ځای منډې وهلې، حقیقت دا دی چې د پروګرام چلوونکو زما مور زما په اړه داسي دروغو ته مجبوره کړې ده.

او کوم ملګري چې خواله رسنیو کې پخپل وال زما عکس لګولی دی، شعرونه راته لیکي او زما د شهادت مبارکۍ اخلي، د هغه خو یوه خبره هم مه منئ، هغه خورا ستر منافق دی، ژوند کې مې څو ځله کمي پیسې قرض ورنه غوښتي دي ولا که یې راکړې وي.

زموږ د کنډک مشر قومندان هم شاید کومو دولتي مراسمو کې د یوې معلوميږي شمیرې په ترڅ کې زما د مرګ یادونه وکړي او دا به هم ووایي چې د خپلوانو او کورنۍ په غم یې شریک یم… دا قران وهلی بیا تر ټولو لوی منافق او ستر غدار دی، دی دروغ وایي، د دې دروغژن د تمساح په اوښکو غلط نه سئ.

د ده پر سینه ځړانده تمغې او نښانونه په حقيقت کې ټول د غلا او غدر نښې دي، دې ظالم زما په څیر د دې سپیره هیواد د ډېرو غریبو زامنو د معاشونو برخې، زياتونې او ځانګړې مرستې هم خوړلې دي. د دې بې رحمه انسان له لاسه مو هغه خپل حق معاش هم پخپل وخت نه سوی ترلاسه کولی.

دې بدخته ته به مې چاپلوسي کوله او ډالۍ به مې ورکولې د دې لپاره چې خپل حق معاش ورنه ترلاسه کړم! دې جابر او خدای ناترسه موږ جګړو ته هڅولي او باټولي یو خو خپل زامن یې خارجي هیوادونو کې زده کړو او مرفه ژوند ته لیږلي وو.

لیږ مخته هم ولاړ شئ، هیواد مشر / ګوند مشر په مختلفو پلمو موږ جګړو او اتلولیو ته هڅولو، هغه شاید په کومو مراسمو کې موږ اتلان او مېړني درته یاد کړي، دا ټول دروغ درته وایي، قسم کوم چې زه نه اتل وم او نه مېړنی، زه خپل مور او پلار او کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کولو د جګړو لمبو ته ورټیل وهلی وم.

زموږ سپیره هیواد کې دې مشر او د ده سیاسي ډلګۍ له چور او غلاوو پرته د هیواد لپاره بل هیڅ کار نه و کړی، نو د داسې غلو او ځان پرستو په مشرتابه کې اتلولي او مېړانه کول حماقت دی او زه لیونی نه وم چې دې حماقت ته مې زړه ښه کاوه، زه وږی وم، کورنۍ مې وږې او تږې وه، هیواد کې له پوځي خدمت پرته د یوې ګولې ډوډۍ موندلو بله لاره نه وه.

کلیوال او تربرونه خو به زما فاتحه هم واخلي، خان کا کا، شتمن صاحب، سکني تربرونه او د جومات ملا صاحب به شاید زما له پلار او کورنۍ سره څو څاڅکي اوښکې هم تویه کړي، د دوی په اړه خبره اوږدیږي، خو زه یې رالنډوم، خان او شتمن دواړه دروغژن دي د ملا صاحب مبارک هم خوند نسته، دوی ټولو زه د غریبي لامله ښه نه ایسولم.

د خان کا کا په مزدوریو کې مې پریمانه کړاوونه او زحمتونه لیدلي دي او د ده د بې رحمیو داستان ډېر اوږد دی، شتمن لالا به کله ما ته یا زما پلار ته د زکات په نوم څو پیسې راکړې، چې ټول عمر زېړ سترګي ورته پاته سو او که کله یې زموږ د سپکولو او ذلت ضرورت ولید د خلکو مخکي یې رایادي کړي او د زکاتخور په لقب مو ونازوي.

د ملا صاحب هم چې زموږ سپېرو له خیره تمه شلیدلې وه هیڅکله یې په ورین تندي نه لیدلو، آن د وعظ په مهال به یې که د ډک زړه تشولو په نیت کومه ترخه خبره خولې ته ورغله موږ ناچاره مخلوق به یې مخاطب کړو او د نورو په ګناه به یې موږ وترټلو. ښه مې یاد دي یوه ورځ یوه مشر او ستر عالم د غریبانو او غریبي فضیلتونه بیانول زموږ اخوند پخپل نوبت د عثمان غني د شتمني صفتونه شرو کړل!

وژل شوی پوځي د خپل لیک په پای کې کاږي: لکه ومې لیکل زما په اړه د هیچا خبره مه منئ، د خپلي ټولني او دولت د عمده قشرونو نمونې مې درته وړاندې کړې، دوی تول زما په مرګ کې خپل ژوند او ځانګړې موخې ویني، نو زما په اړه یې خبرې منافقت دی. دوی ځکه زما مرګ شهادت او ویني سپېڅلي یادوي چې زما په څېر نور غریبان او کم عقلان ودروهي، د افرادو په څېر بسته ټولنې هم د منافقت لاره نیسي او ټولنیز منافقت هلاکوونکی ده.

زما په اړه یواځې زما د پلار سلګۍ او د مورکۍ زګېروي رښتیني وبولئ، زما د بچیانو په سپېرو څېرو، وچو شونډو او له بدو بدتر حالت کې د غم او بدمرغي نغښتي داستانونه رښتیني او د ترحم او زړه سوي وړ دي. او زما د ګراني او نیمژوانده کونډي مړې اوښکې او سوي آهونه هغه خونړی سیلاب او توپان کیدلی شي چې شونې ده زموږ بې حسه او بې وجدانه ټولنه غرقه کړي. هغې ته زه هم دروغژن شوم… ما به تل د جګړې له کرښي هغې ته ویل چې زه روغ رمټ یم او څو ورځو کې درځم …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx