او کله چې دیني معتقدات هم د چارواکو لخوا مسخره وګرځول شي

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې د افغانستان د مسلمان ولس ټول مذهبي ، ملي او افغاني ارزښتونه بي ارزښته او د جاهلو او بیدینه چارواکو لخوا مسخره وګرځیدل.

کله چې ښاغلی غني د ولسمشر په توګه په خپلې رسمي وینا کې حضرت امام حسین رضی الله عنه نواسه خدا یادوي ، د جنازې په لمانځه کې تر رکوع کولو وروسته د دُعا لاس پورته کوي ، د سولې په اړه قراني آیت غلط وايي او د تهجد لمونځ د ورځې کوي نو د دولت له نورو اراکینو او ټيټ پوړو چارواکو څخه به څه ګیله وي؟

له ولسمشر غني څخه په تقلید تیره ورځ په مزارشریف کی د یوي دولتي غونډې د انعقاد په مهال د غونډې د سټیج ( دریځ) سمبالوونکي ښاغلي د قرآن کریم د التحریم سورت د ۶ نمبرآیت تر تلاوت وروسته په خپلو خبرو کې وویل: ((د بلخ والي ښاغلی عطاء محمد نور داسې یو شخصیت دی چې زه پر دې یقین لرم که د رسالت دروازه نه وای تړل شوې نو له مسعود وروسته به که چاته د پیغمبري وحي ورکول کیده هغه به له شکه پرته چې ښاغلي عطاء محمد نور و)) العیاذ بالله

په داسې حال کې چې په یاده غونډه کې د بلخ ولایت د حج او اوقافو مسؤلین او نور دولتي چارواکي هم موجود وو نوموړي وینال وال په ډاډه زړه خپلې وینا ته دوام ورکړ او وروسته یې د غونډې د ګډونوالو د احساساتو پارولو په غرض د تکبیر غږ پورته کړ چې ټولو ناستو حاضرینو ورسره په لوړ آواز بدرګه کړ.

په یاده غونډه کې د بلخ ولایت د حج او اوقافو له مسؤلینو نیولې تر نورو ډیرو دولتي چارواکو پوري چې په هغوي کې علماء، او د مذهبي ادارو منسوبین هم موجود وو یوه هم د دغې کفر آمیزي وینا په اړه غبرګون نه وښود او نه یې د هغې ویونکی له وینا کولو څخه منع کړ.

منع څه چې د همدې کفر آمیزې وینا د زیات تشهیر په غرض یې هغه له محلي رسنیو او تلویزوني شبکو څخه هم نشر کړه .

سبحان الله ! هغه افغانستان چې علماوو به یې د ملک د لومړي نمبر مسؤل (باچا) په مقابل کې د دیني ارزښتونو په خلاف د هغه د عادي وینا په وړاندې جدي غبرګون ښود او هغه ته به یې د خطابې د میز پر سر د ناسمې وینا د سمولو اخطار ورکاوه, نن د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې داسې تضعیف شوي چې که یې هرڅوک تر مخ هرڅه وايي او په دیني ارزښتونو هر ډول ملنډې وهي دوي په وړاندې د سکوت موقف غوره کړی وي.

دا خو بیله خبره ده چې افغانستان ته د اسلام د مقدس دین تر راتګ وروسته ښاغلی غني لومړی افغان ولسمشر دی چې غیر مسلمانه میرمن لري ، دا خو بیله خبره ده چې د حکومت د بهرنیو دوستانو !!! امریکایانو لخوا په محابسو او نورو دولتي دوائرو کې په ښکاره قرآن کریم توهینیږي ، او داخو بیله خبره ده چې په دولتي قانون کې د شرعي حدودو تنفیذ پر بشري حقونو تیری بلل کیږي ، پر دې ټولو ویرونو سربیره د حکومت د جاهلو او لادینه چارواکو لخوا په رسمي محافلو کې داسې ویناوي کیږي چې په مجموع کې له دیني ارشاداتو سره ټکر او د اسلامي عقائدو خلاف وي.

حکومتي بیدینه چارواکي دا ټول ناورینونه په افغان ولس باندې د غربي دیموکراسۍ د لاسته راوړنو په نوم تحمیلوي، او که يي څوک په خلاف د مخالفت غږ پورته کوي نو بیايي د خپلو خارجي دوستانو په مټ د ترهګري او توند لاري په پلمه د بي ۵۲ په بمونو د له منځه وړلو او وژلو هڅې کوي.

حسبنا الله ونعم الوکیل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.