
افغانستان
غزني: د دولتي الوتکو په بمباریو وژل شوي ماشومان / انځورونه او ویډیو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د ماشومانو د وژنې دوې پر لپسې خونړۍ پيښې را منځته شوې چې په اړه یې د سیمې اوسیدونکي وايي دولتي چورلکو ملکي سیمې په نښه کړې، چې له امله یې دغه مرګ ژوبله را منځته شوه.
تېره ورځ د غزني په ده یک ولسوالي کې دولتي چورلکو ۴ ماشومان په نښه کړه چې له امله یې د سیمې خلک را وپارېدل او د غزني د والي ویاند محمد عارف په وینا د ولسوالۍ ۲۵ تنه سپین ږیری تېره ورځ ولایت ته راغلي وه او ادعا یې لرله چې دولتي الوتکو دغه ماشومان په نښه کړي دی.
انځورونه:
د هغه تر مخه د جنوري میاشتې پر ۲۶مه نیټه د جمعې په ورځ د غزني په مرکز کې د قرباغي په سیمه کې هم دولتي الوتکو ملکي سیمه په نښه کړې وه چې له امله یې ۶ ماشومان او یوه ښځه ووژل شوه.
یا الله ته خو دغه غلام او لاسپوڅی دولت له مونږه واخله ترکله به داسی وژنی دوام لری او دا مختور پی د طالب او داعش نوم پی ګدی د افغانستان دولت یو امریکایی دولت دی د ده کثیف دولت موخه د ملکی خلکو وژل دی او بس ښه خبره دا ده چی د دی امریکایی دولت هر پوځی چارواکی چی چیرته ولیدل شی هملته باید موردار شی دا تور مخی مونږ نه ساتی دا زمونږ د وژلو لپاره د لعینی امریکا له خوا روزل شوی دی د دوی نه د خیر تمه هیڅ کله هم نکیږی.