افغانستان

کابل ښار کې دوه تنه په ډزو وژل شوي، دوه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د سيلو پر سړک د وسله وال بريد په ترڅ کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، په يوه فرونر موټر کې ناستو وسله والو پر يو سراچه ډوله موټر ډزې وکړې او پکې ناست دوه تنه يې ووژل.

ځايي سرچينې وايي، په پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي او بريد کوونکي له سيمې څخه تښتېدلي دي.

د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد يک تلويزيون ته د پېښې د تاييد تر څنګ ويلي، تر اوسه د بريدګرو هدف نه دی معلوم، سيمې ته پوليس رسېدلي او پلټنې يې پيل کړي دي.

د بريد مسئوليت تر دې دمه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې هم په پنځمه امنيتي حوزه کې د يوه زورواکي ساتونکي يو پوليس په ډزو وژلی و او خپله له سيمې څخه تښتېدلی و.

په دې وروستيو کې په کابل کې نا امني، قتلونه، غلاوې او ورته ډول پېښې زياتې شوي او د کابل اوسېدونکي شکايت کوي چې حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x