نړۍ

د امریکا پخوانی دفاع وزير: «افغانستان تر ټولو بد وضعيت کې دی، بايد ووځو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا د دفاع پخواني وزير چک هيګل ويلي، چې د افغانستان وضعيت ډېر ويجاړونکی او ترينګلی دی او دغه وضعيت ته په کتو به امريکا اړ وي، چې دا هېواد پرېږدي او خپل عسکر ترې وباسي.

چک هيګل د امریکا له ډيفينس نيوز ورځپاڼې سره په مرکې کې د افغانستان او سوريې په وضعيت خبرې کړي او زياتوي، چې د سوريې د کورنۍ جګړې پړه هم د امریکا پر غاړه ده.

د جمهوري پلوو پخواني سناتور چک هيګل د خپل ګوند د مخالفت سربېره د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۳-۲۰۱۵ کلونو کې د امریکا د دفاع وزير په توګه کار کړی، د خپلې دندې پر مهال يې د افغانستان او سوريې وضعيت له نږدې څارلی دی او زياتوي، چې «د دواړو هېوادونو وضعيت ورته کړکېچن ښکاري او بايد امریکا ترې ووځي.»

د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا امریکا لپاره ممکن ده، چې له افغانستانه ووځي؟ چک هيګل وويل، چې «هو بلکل هېڅ ستونزه نشته او بايد خامخا ووځي.»

د امریکا پخوانی دفاع وزير زياتوي: «د اوولسو کلونو په تېرېدو د افغانستان وضعيت تر ټولو کړکېچن دی، زه فکر کوم، چې د امریکا خلک، کانګرس او متحده ايالتونه به د دې جګړې په اړه ځينې ښې پوښتنې ولري، امريکايي پوځيان د افغانستان وضعيت نشي کنټرولولی. د نشه يي توکو کرکيله، اداري فساد، حکومتي ګډوډي او د افغانستان ځمکه د امریکايي پوځيانو لپاره له کنټروله وتلې ستونزې دي او دا هر څه ته په پوځي زور نشې سمبالولی.»

ډيفينس نيوز ورځپاڼې ليکلي، چې د کانګرس غړو هم د روانې فبروري په شپږمه د دفاع اوسنی وزير جیم مټیز په سختو پوښتنو زغلولی و او سناتور وولټر جون ترې پوښتنه کړې وه، چې ولسمشر ته ووايي، چې ده خو له واکمنۍ وړانډې ژمنه کړې وه، چې خپل عسکر به له افغانستانه وباسي.

سناتور جون جيم مټیز ته ويلي: «دا ښه مناسب وخت دی، چې ته ولسمشر ټرمپ ته ووايې، چې موږ په افغانستان کې هر څه کړي، خپلې وينې او خزانه مو پرې له لاسه ورکړه، خو موږ دومره څه لاسته راوړنه نه لرو، چې خلکو ته يې وښيو، موږ لا هم له افغان چارواکو سره ستونزې لرو او دوی اوس هم له وړو ماشومانو سره جنسي اړيکې لري.»

چک هيګل افغانستان ته د نورو پوځيانو له لېږلو سره هم مخالفت ښودلی او زياتوي، چې د افغانستان جګړه په زور نه ګټل کيږي، دا جګړه، چې له يو لک زياتو پوځيانو ونه ګټله، څو زره به يې څنګه وګټلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x