دار ته هرکلی / عزام

حافظ محمد عزام

دار ته خيږو په خندا پروا مو نشته
نه ډاريږو له هيچا پروا مو نشته

په دې کړنو باندي موږ نه حصاريږو
که تکرار يې کړئ بیا بیا پروا مو نشته

تېر له سره او له ماله په خپل دين يو
پرې به يې نږدو موږ تر شا پروا مو نشته

د مظلوم آه او فریاد يو کړولي
ترې ځارېږو په رښتيا پروا مو نشته

تل ترې غواړو له خپل ربه په زاریو
شهادت مو تمنا پروا مو نشته

خاوندان د ټينګ ایمان او ارادو یو
تل تاریخ دی پرې ګواه پروا مو نشته

تکلیفونه رحمتونه مو قبول دي
غواړو موږ د خدای رضاء پروا مو نشته

خلیلي عزم مو کړی اور ته دانګو
له سرو يو بې پروا پروا مو نشته

منصوري غاړه مو دار ته هرکلی کړي
ورکوو پرې خپله سا پروا مو نشته

امتحان د خوږې ميني او ازمون دی
لاس کړئ پورته په دعاء پروا مو نشته

تل کوه فخر عَزامه په موږ باندي
چې په دين شولو فداء پروا مو نشته



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.